تازه خبرونه
نړۍ دې له تروریزم سره په مبارزه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوتو زرداري د مونیخ په ناسته کې افغانانو ته د تروريزم د ګواښ په اړه خپله اندېښنه څرګنده او له دغې ستونزې سره د مبارزې لپاره يې له اسلامي امارت سره د همکاريو غوښتنه وکړه.
زرداري زیاته کړې: که اسلامي امارت د ترهګرۍ له مسلې سره د مقابلې اراده لري؛ نو مونږ باید په دې اړه ورته د وړتیاوو پر لوړولو غور وکړو.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې ترهګري نه یوازې د افغانستان ګاونډ حکومتونو، بلکې لویدیځ ته هم ګواښ دی.
په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د نجونو او ښځو پر زدهکړو او په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.
هغه وويل، چې پاکستان په تېر کې هم له افغانستان سره همکاري کړې ده او خپلو همکاريو ته به دوام ورکړي. هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید افغانستان هېر نه کړي.
د مونیخ په امنیتي غونډه کې زرداري همداراز ټینګار څرګند کړ، چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره بشري مرسته روانه وساتي، کنګل شوې شتمنۍ دې آزادې او له اسلامي امارت او خلکو سره دې د تعامل لار خپله کړي.
اسلامي امارت تل په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه د هېوادونو اندېښنې ردکړي او ټینګار یې کړی، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون نلري او د دغه هېواد خاوره به د بل هېواد پر ضد ونهکارول شي.