Connect with us

تازه خبرونه

نړۍ دې له اسلامي امارت سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي

خپور شوی

د

اسلامي امارت د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي او نورو هېوادونو څخه غواړي، چې پر اسلامي امارت فشارونه راکم او د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي.

د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې؛ اسلامي امارت له امریکا سره د اړیکو بیا رغولو ته لیواله دی او له امریکا سره د اړیکو د نوي پړاو د پیل لپاره جدي کار کوي.

د اسلامي امارت ویاند په کابل کې له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې اسلامي امارت له امریکا سره د اړیکو بیا رغولو ته لېواله دی او له امریکا سره د اړیکو د نوي پړاو د پیل لپاره جدي کار کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا د دوحې له هوکړې څخه پر سرغړونه تورنوي او خبرداری ورکوي، چې د افغانستان پر فضايي حریم تېری د هیچا په ګټه ندی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: مونږ پر امریکا، اروپايي هېوادونو او نورو غږ کوو، چې پر اسلامي دولت فشارونه راکم کړي او د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي. مونږ د امریکا له متحدو ایالتونو سره د اړیکو بیا رغولو ته لیواله یوو، چې له امریکا سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړو او  له امریکا سره د افغانستان د ګټو پر بنسټ ښې اړیکې غواړو او هیڅ هېواد ته به اجازه ورنکړو، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

ذبیح الله مجاهد امریکا په پرلپسې ډول د دوحې له تړون څخه پر سرغړونې تورنوي او خبرداری ورکوي، چې د افغانستان پر فضايي حریم تېری به د هیچا لپاره ښې پایلې ونلري. مجاهد له لویو قدرتونو غوښتي، چې د وړو مسایلو په راپورته کولو سره خنډونه جوړ نکړي او پرېږدي، چې نړۍ افغانستان پر رسمیت وپېژني.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ځينې عناصر نه غواړي، چې د افغانستان او نړۍ تر منځ ښې اړیکې جوړې شي.

هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د تخریبي فعالیتونو تر اغېز لاندې را نشي او له نوي افغان حکومت سره د خپلو ځانګړیو ستراتیژیو پر بنسټ خپلې اړیکې تنظیم کړي.

تازه خبرونه

دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

Published

on

د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوه‌ویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .

هغه وایي: مونږ جګړه نه‌ غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ‌ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.

هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمه‌ییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمه‌ییزه ناسته

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۳, ۱۴۰۴

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول

د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

Published

on

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوم‌لیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!