Connect with us

تازه خبرونه

نړۍ باید د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت وپېژني – د قرغزستان ولسمشر

نوموړي له یوې ترکي رسنۍ سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلک اوس هم د جګړې  کلونو ته ورته له سختو شرایطو سره مخ دي.

خپور شوی

د

د قرغزستان ولسمشر د اروپايي هېوادونو له مشرانو او د امریکا له حکومته غوښتي، چې په افغانستان کې حاکم نظام پر رسمیت وپېژني او د افغانانو د راتلونکي لپاره د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي.

نوموړي له یوې ترکي رسنۍ سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلک اوس هم د جګړې  کلونو ته ورته له سختو شرایطو سره مخ دي.

د قرغزستان ولسمشر صدر جباروف ویلي: «کله، چې طالبان (اسلامي امارت) د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې واک ته ورسېدل؛ د افغانستان د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو زېرمې، چې ۹ اعشاریه ۴ میلیارډ ډالره ارزښت لري په غربي هېوادونو کې کنګل شوې، ګئ شاوخوا اووه میلیډده ډالره یې په امریکا کې دي. دا زیرمې باید ژر تر ژره خوشې شي، چې په افغانستان کې وضعیت ښه او د افغانان هوسا شي.

جباروف په دې مرکه کې دا هم ویلي، چې قرغزستان له اسلامي امارت سره همکاري روانه ساتلې؛  ځکه، چې د افغانستان وضعیت خرابېدا به پر سیمه منفي اغېز وکړي.

هغه ویلي: زمونږ په ګډون ډېرو هېوادونو طالبان (اسلامي امارت) د له تور نوملړه ایستلي دي. له دې وروسته، چې طالبان (اسلامي امارت) واک ته ورسېدل مونږ سمدلاسه د افغانستان د خلکو د ملاتړ او مرستې لپاره له هغوی سره تماسونه ونیول. مونږ څو- څو ځله بشري مرستې واستولې.

لکه څنګه، چې ما وویل: د افغانستان د وضعیت نوره خرابیدا زمونږ په سیمه منفي اغېزه کولی شي. له همدې کبله مونږ دا نه پټوو، چې مونږ له اوسنۍ افغان ادارې سره همکاري کوو. مونږ څومره، چې کولی شو مرسته وکړو؛ البته دا بسنه نه‌کوي.

د قرغزستان ولسمشر زیاته کړې، که په افغانستان کې حاکم نظام کمزوری وای: ډېر پخوا به د خلکو له خوا ړنګ شوی وای. نوموړي همدا راز “TRT” رسنۍ ته ویلي، چې له نورې نړۍ څخه د افغانستان پر ګوښه کولو  به ستونزه اواره نشي.

جباروف همداراز ټینګار کړی، که اروپايي هېوادونه او یا هم امریکا له افغانستان سره د بېلابېلو پروژو او پروګرامونو په پلي کولو کې تخنیکي مرستې وکړي، دی یې عملي کولو ته چمتو دی.

جباروف ویلي، چې اسلامي امارت یو یا دوه اروپايي هېوادونو ته د سوداګریز سفر لپاره بلل کیدای شي.

هغه وایي: که دوی د پرمختللیو هېوادونو څخه لیدنه وکړي او په ښکاره ډول وګوري، چې خلک څنګه د نړۍ په مختلفو برخو کې ژوند کوي؛ دا کولی شي د دوی د حکومتدارۍ پر تجربه مثبته اغېزه وکړي. که مونږ د دوی ګوښه کول روان وساتو او حتا ۵۰ کاله وروسته به هم کومه مثبته پایله ترلاسه نشي.

اسلامي امارت له نړۍ سره د افغانستان د ارزښتناکو اړیکو د ټینګښت په برخه کې د قرغزستان د رهبر له ملاتړ او غوښتنې هرکلی کوي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې له افغانستان سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!