تازه خبرونه

نړۍ اوس هم له اسلامي امارت سره ګډې هوکړې ته رسېدلی شي – انس حقاني

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقاني د دوحې د تړون د څلورمې کلیزې په مناسبت ويلي، چې د دغه تړون پایله په حقیقت کې د افغانانو د «آزادۍ، خپلواکۍ او کرامت» په رسمیت پېژندنه ده.

هغه زیاته کړې، چې نړۍ اوس هم کولی شي له اسلامي امارت سره د سیاسي ریالیزم له یوې لارې همکاري وکړي او ګډې هوکړې ته ورسیږي.

انس حقاني په ایکس پاڼه کې لیکلي: د دوحې د تړون پایله په حقیقت کې د افغانانو د ازادۍ، خپلواکۍ او کرامت پر رسمیت پېژندنه ده. د یرغلګرو له‌خوا د دغه تړون لاسلیک د دې خاورې پر خپلواکۍ اعتراف او دا، چې اسلامي امارت یو آزادي بښوونکی جریان او د دې خاورې وارث دی.

حقاني زیاته کړې: د دې تړون سختو او پیچلو مذاکراتو او بیا د هغې د پلي کېدا پړاو او د مقابل لوري د ډېرو سرغړونو زغملو هم دا وښوده، چې دا صف نه یوازې د جګړې په ډګر کې له ځانګړې وړتیا برخمن دي، بلکې د ستراتېژیک زغم پر لرلو سیاسي توان او درک هم لري.

هغه د دوحې د تړون په اړه څرګنده کړې: دا دی له هغو ورځو شاوخوا څلور نیم کاله تېرېږي او د دوه نیمو کلونو راپدیخوا اسلامي نظام حاکم دی؛ الحمدلله زمونږ له خاورې چاته له خیره پرته بل څه نه‌دي پېښ شوي. اوس هم وخت شته؛ نړیواله ټولنه دې د دوحې د تړون هغه پاتې موارد هم عملي کړي، چې محتوا یې «د زمان مرور» د قاعدې لاندې راغلې نه‌ده. دنیا کولی شي له اسلامي امارت سره د یوې «سیاسي واقع‌بینۍ» له لارې یو مشترک درک ته ورسېږي.

Trending

Exit mobile version