تازه خبرونه
نړیوال سرتېري بیا د جګړې ډګر ته ستانه شوي او جګړه کوي
په افغانستان کې د جګړې شدت نړیوال سرتېري اړ کړي، چې یو ځل بیا د جګړې ډګر ته راستانه شي او جګړه وکړي.
د امریکا کانګرس وايي، چې د سږکال په لومړنیو شپږ میاشتو کې امریکايي ځواکونو په دوه سوه یو شپیته جګړه ییزو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره ونډه اخیستې ده.
د وخت په تېریدو د افغانستان جګړه نوره هم پېچلې او سختیږي؛ نو له همدې کبله نړیوال او په ځانګړې توګه امریکايي سرتېري اړ شوي، چې یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ستانه شي او عملا په جګړه کې ښکېل شي.
د امریکا د کانګرس په شپږ میاشتنې رپوټ کې راغلي؛ د جون له لومړۍ د نوامبر تر څلیر یشتمې پورې ځانګړيو امریکايي سرتېرو له افغان سرتېرو سره په دوه زره یو سلو پېنځه اویا عملیاتو کې ګډون کړی، چې د سلا مشورې رول یې لوبولی دی؛ خو په دوه سوه یو شپېته عملیاتو کې امریکايي سرتېري د افغان سرتېرو تر څنګ جګړه کړې ده. دغه راز څلور سوه شل ځمکني او دوه سوه څوارلس هوايي بریدونه پر داعش شوي دي. شپاړس سوه څلور څلوېښت ځکمني او یو سل او یو اتیا هوايي بریدونه بیا د وسلوالو طالبانو پر مرکزونه شوي دي.
کانګرس ویلي، چې امریکايي سرتېرو له افغان سرتېرو سره په ګډه د حقاني شبکې پر خلاف اته شپېته ځمکني او اته ویشت هوايي بریدونه کړي دي.
د امریکا کانګرس منلې، چې د ټولو عملیاتو یوازې اووه لس په سلو کې امریکايي سرتېرو په مستقل ډول کړي دي.
ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری بیا وايي، چې بهرني سرتېري هوايي بریدونه کوي او افغان سرتېرو ته د جګړې په ډګر کې سلا مشورې ورکوي.
نړیوالو ځواکونه، چې په دوه زره څوارلسم کال کې یې ډېر شمېر له افغانستان څخه ووتل، پاتې سرتېرو ظاهراً د افغان سرتېرو د روزنې او هغوی ته د سلا مشورې دنده درلوده؛ خو اوس کارپوهان وايي، چې د جګړې پېچلي کیدو نړیوال سرتېري یو ځل بیا اړ کړي، چې عملاً په جګړه کې ښکېل شي.
خبریال: علی اصغري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ