تازه خبرونه
نړیوالې مرستې د ټولګډونه حکومت له جوړولو سره مشروطې دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې په دې هېواد کې د ټولګډونه حکومت له جوړښت سره تړلي دي.
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څلور میاشتې مخکې په بګرام کې خپلو سرتېرو ته د وینا پرمهال په داسې حال کې، چې ولسمشر غني هم ولاړ و؛ ژمنه وکړه، چې له افغانستان سره اوږدمهالو مرستو ته دوام ورکوي.
څلور میاشتې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغان دولت سره یو میلیارد ډالر مرسته بنده کړه او خبرداری یې ورکړ، چې که په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ نشي؛ نورې مرستې به بندې کړي. په افغانستان کې د واک پر سر سیاسي لانجه هواره نه شوه او تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړ، چې له افغانستان سره د مرستو دوام په دې هېواد کې د ټولګډونه حکومت له جوړښت سره تړلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز پخپل ټویټر لیکلي، چې په افغانستان کې د روان وضعیت دوام امریکا او نړیوالو مرستندویانو ته د منلو ندی.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې روان حالات د نړیوالو ملګرو او مرستندویانو لپاره د منلو وړ ندی.
دې ویلي؛ د نړیوالو مرستې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت له جوړیدو سره تړلي دي او په کار ده، چې مونږ افغان رهبران د خپلو کړنو په اړه حساب او کتاب ته چمتو کړو.
اټکل داسې دی، چې په افغانستان کې سیاسي لانجې او بحران ټولنیز بحران ته لار پرانیستې ده.
د نظر خاوندان وايي، چې که روان کړکیچ حل نشي، سولې او له کورونا ویروس سره د مبارزې فرصتونه هم پر اوبو لاهو کیدی شي.
د مدني ټولنو د مجتمع مشر عزیز رفیعي وایي؛ څومره ، چې ناندرې دېریږي؛ هومره د افغانستان او د سیاسیونو باور ورسره کمیږي. په خواشینۍ، چې سیاسي مشران د خپل هېواد ستونزو ته پوره پاملرنه نه کوي.
ځينې سیاستوال، چې په روانه لانجه کې ځان بې پرې ګڼي؛ په دواړو لوریو نیوکې کوي، چې خلک یې هیر دي او یوازې واک او څوکۍ ورته مهم دي.
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې شکریه بارکزۍ ویلي، چې د هر راز مرستو کمی که دا د امریکا لخوا وي او که د نورو هېوادونو له لوري د افغانستان پر خلکو منف اغېزې لرلی شي.
له افغانستان سره د امریکا د مرستو د کمولو خبره هغه وخت توده شوه، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ په جوړجاړي کې پاتې راغی. هغه له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې پر بندولو سربېره وویل، چې د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ ناندرۍ د امریکا ګټې ګواښي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ