تازه خبرونه
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله

نړیوال بانک ويلي، دې بنسټ له اقتصادي ناورین سره د مبارزې او په هېواد کې د اقتصادي پروژو د پلي کولو لپاره افغانستان ته ۸۴ میلیون ډالر مرسته منلې ده.
نړیوال بانک د سې شنبې پر شپه (د غویی یوولسمه) څرګنده کړې، چې له دې مرستو څخه به ۷۰ میلیون د افغانستان وجهي صندوق (ایآرټي اف) او نړیوالې پراختیايي ټولنې (آیډيای ) له لارې په افغانستان کې د هوسا ژوندانه اړوند پروژو پر پلي کولو ولګول شي.
په دې اړه د نړیوال بانک د افغانستان څانګې مشرې ملینډا ګوډ ویلي، چې نړیوالې پراختیایي ټولنې په وروستیو ۱۸ میاشتو کې د افغانستان د ښځو لپاره د کارموندنې په برخو کې د دې پیسو د لګولو لپاره یو ځانګړی او ګټور چوکاټ چمتو کړی دی.
د ګوډ د څرګندونو له مخې؛ پدې مرسته به IDA د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې افغانانو ته خپلو خدمتونه روان وساتي.
هغې زیاته کړې: له دې نوي تمویل سره به دا پروژه په کلیوالو او ښاري سیمو کې خپل فعالیتونه زیات کړي، د ښځو لپاره به د هوساینې ډېر فرصتونه برابر کړي او افغان راستنیدونکیو ته به د کار او خدماتو زمینه برابره کړي.
دغې پروژې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان کليو او ښاري سيمو ته د نړيوال بانک د ۲۶۵ ميليون ډالرو پر مرسته خپل فعاليت پيل کړ، چې تر اوسه یې څه باندې ۷۷۶ زره افغان کورنیو ته لنډمهاله دندې پیدا کړي، چې له دې لارې شاوخوا ۵ اعشاریه ۴ میلیون کسانو ګټه اخیستې ده.
دغه راز په افغانستان کې ٩٢ زره ٢٠٠ زيانمنو کورنیو، چې ښځو یې چارسمبالې او مشرې وې له دې پروژې نغدي او غيرې نغدي مرستې ترلاسه کړې دي.
د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې؛ په دې موده کې شاوخوا ۷ اعشاریه ۴ میلیون افغانانو ټولنیزو خدمتونو لکه سړکونو، روغتیايي مرکزونو او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
دې ادارې یادونه کړې، چې په تېرو دوه کلونو کې د روغتیا او تغذیې، د اقلیمي بدلون د اغېزو او له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې له ۲ اعشاریه ۱ میلیون ډېر کسان روزل شوي دي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې د خلکو د ژوند وضعیت خراب شوی او د نړیوالو ټولنو د څرګندونو له مخې سږ کال شاوخوا ۲۳ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې نړیوال بانک په افغانستان کې د ښځو او د هغوی پر مشرۍ سوداګریزو هڅو ترسره کولو او کارموندلو لپاره ۱۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه وه.