تازه خبرونه
نړیوال بانک د افغانانو خوندیتوب ته ۹۷.۵ میلیون ډالر ومنل

نړیوال بانک څرګنده کړې؛ له وچکالۍ، لوږې او کرونا ځپلیو افغانانو سره د کار په بدل کې د نغدي او د دوی د خوراکي خوندیتوب د پياوړتیا په موخه د نړيوالې پراختيا ادارې ۹۷.۵ میلیون ډالر وړیا مرسته منظوره کړې ده.
د نړیوال بانک اجرائيوي بورډ د سې شنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۸) په ډاګه کړې، چې له دې مالي مرستې به د وچکالۍ د بېړنیو خبرتیاوو او ځواب ورکولو د سیستم په جوړولو کې هم ګټه واخیستل شي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دا وړيا مالي مرسته به د وچکالۍ د بېړنۍ خبرتیا، بېړني لګښت او بېړني ځواب پروژه تمويل کړي.
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا پروژه به د منظمو بشري مرستو هڅې پياوړي او په ۷۸ ولسواليو کې به ۲.۲ میلیون وګړیو ته، چې وچکالۍ او لوږې ځپلي نغدې مرستې او د کار په بدل کې پیسې ورسوي.
ټاکل شوې، چې دا پروژه به د مستحقو کورنيو د پیاوړي کولو لپاره دوی ته منظمې مالي مرستې برابرې کړي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې به تر وچکالۍ وړاندې او وروسته د مرستو کچه لوړه بوزي.
نړیوال بانک ویلي؛ دا به افغان حکومت هم د دې جوګه کړي، چې د هوا حالاتو، اوبو او اقلیم په اړه مهم معلوماتي خدمات وړاندې کړي؛ خلک وار له مخه له طبیعي پېښو خبر او په کلیوالي کچه د ناورينونو پر وړاندې چمتووالی پياوړی کړي.
د دې بنسټ په څرګندونو کې راغلي: د نړيوالې پراختيا ادارې دا وړيا مرسته د افغانستان د بيارغونې صندوق له ۱۱۵ میلیون ډالرو، د نړيوال ګواښ د تمويل صندوق له ۸ میلیون ډالرو او د اقلیم بدلون پر وړاندې د آسيا د نرمښت د څو اړخيز وجهی صندوق له ۲ میلیون ډالرو وړيا مرستې سره يوځای لګول کېږي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر هینري کرالي څرګنده کړې؛ افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د اقليم بدلون او طبيعي ناورینونو ډېر ځپلی او اوس هم تر ګواښ لاندی دی او د دې ننګونو پر وړاندې د ځواب د يوه کمزوري سیستم شتون يې حالت نور هم زیانمنونکی کړی دی.
نوموړي زیاته کړې: دا نوې مالي مرسته به افغان دولت ته د دې وړتيا ورکړي، چې د میلیونونو بېځايه او بېوزلۍ ته ورټېله یويو افغانانو ستونزې راکمې کړي. له افغان کلیوالي کورنيو سره د دې پروژې پر مرسته به په ټول هېواد کې د بېوزلۍ کچه راټيټه او اقتصادي وضعيت بېرته ورغول شي.
دې بنسټ دا هم په ډاګه کړې؛ د کوويډ-۱۹ خپرېدو دا حالت نور هم خراب کړی. کلیوالي کورنۍ، چې د غلې له پلوه په للمي او وچکالۍ ځپلو سیمو کې پر کرنې تکيه دي تر نورو ډېرې د خوړو د کموالي او لوږې تر ګواښ لاندې دي.
د نړیوال بان د څرګندونو له مخې: د جګړو، تاوتریخوالي او نازک حالت په اړه د نړیوال بانک ډلې له ستراتېژۍ سره سم، هغه پانګونې، چې په پروژه کې راغلي؛ په دې لټه کې به وي، چې د نازک حالت د اساسي علتونو پر سپړلو، دا عوامل را کم کړي او همدرانګه د هغو بنسټونو د پیاوړتیاکولو هڅه به وکړي، چې له روان نازک حالت څخه د هېواد د را ایستلو لپاره اړین دي.
د یاد بنسټ په وینا؛ دا پروژه به د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت لخوا پلې شي او په مرسته به يې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د بېړنيو فعالیتونو ملي مرکز هم پياوړي شي. د دې ترڅنګ به د طبیعې پېښو د خطرونو د مدیريت لپاره د منابعو يو مرکز هم د وزارت په چوکاټ کې پرانیستل شي.
تازه خبرونه
د غبرګولي پر اوومه د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه اخیستل کیږي
د دې ادارې چارواکو ویلي، چې د سږ کال کانکور ازموینه به د غبرګولي پر اوومه پیل شي او د چنګاښ تر شلمې پورې به روان وي.

د ملي ازموینو ادارې د یکشنبې پر ورځ (د غویی اوومه) په یوه خبري کنفرانس کې د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې نېټه او جزئیات اعلان کړل.
د دې ادارې چارواکو ویلي، چې د سږ کال کانکور ازموینه به د غبرګولي پر اوومه پیل شي او د چنګاښ تر شلمې پورې به روان وي.
د دې ادارې د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ سږ کال به د کانکور ازموینه په پېنځه پړاوونو کې ترسره شي.
د ازموینو اداره وايي، چې د سږ کال د کانکور ازموینې لپاره ښه چمتووالی نیول شوی او د موجوده نصاب پر بنسټ، د پوهنې وزارت په پښتو، فارسي، عربي او انګلیسي ژبو کې نوي او معیاري پوښتنې جوړې کړې دي.
د ورکړ شویو جزئیاتو له مخې؛ لومړۍ پړاو به د غبرګولي پر اوومه، اتمه او نهمه ترسره او دوهیم پړاو به د همدې میاشتې پر اتهءویشتمه، نههویشتمه او دېرشمه ترسره شي.
ویل کیږي، چې د کانکور ازموینې درېیم پړاو به په تخار، جوزجان، بادغیس، کندوز، سرپل، هرات، بلخ، فاریاب، سمنګان او بدخشان ولایتونو کې ترسره او څلورم پړاو به په کابل کې ترسره شي.
د ازموینو ادارې ویلي؛ پېنځم پړاو، چې د چنګاښ پر شلمه به په کابل ولایت کې ترسره شي؛ په ځانګړي توګه د دیني مدرسو، ځانګړو ښوونځیو (څوارلسم پاس)، ولایتي غیر حاضر، بهرنیو فارغانو او د شپې ښوونځیو لپاره دی.
تازه خبرونه
د ثور اوومه د یرغل او اتمه یې پر وړاندې د آزادۍ ورځ ده – اسلامي امارت
د غویی د اوومې او اتمې تاريخي ورځو په اړه افغانستان اسلامي امارت په نننۍ( د غویی اوومه) خپره شوې خبرپاڼه کې څرګندوي: «د ثور پر اوومه شوروي اتحاد د لښکرو لخوا د وخت د حکومت پرضد نظامي کودتا وشوه او د يو مسلمان ملت پر حريم د تېري لپاره زمینه مساعده شوه.»

اسلامي امارت له نن پوره ۴۷ کلونه مخکې د ۱۳۵۷ لمريز لېږدیز کال د غویی(ثور) اوومه او ورپسې د افغانستان پرحریم د شوروي اتحاد تېری غندي او د غویی اتمه بیا د هېواد د آزادۍ تاریخي ورځ بولي.
د غویی د اوومې او اتمې تاريخي ورځو په اړه افغانستان اسلامي امارت په نننۍ( د غویی اوومه) خپره شوې خبرپاڼه کې څرګندوي: «د ثور پر اوومه شوروي اتحاد د لښکرو لخوا د وخت د حکومت پرضد نظامي کودتا وشوه او د يو مسلمان ملت پر حريم د تېري لپاره زمینه مساعده شوه.»
د اسلامي امارت د خبرپاڼې له مخې؛ «دا کار د دې لپاره وشو، چې د افغانستان خاوره خپله مستعمره او خلک يې د ځان غلامان وګرځوي او خپله مفکوره پرې تحميل کړي؛ خو د افغانستان آزادي غوښتونکو مسلمانانو پر تش لاس د شلمې پېړۍ د شوروي استعمار خوب رښتيا کېدو ته پرې نښود؛ په ميړانه يې پوره (۱۴) کاله مبارزه وکړه او بالاخره يې د ۱۳۷۱ لمريز لېږدیز کال د غویی پر اتمه خپله آزادي او استقلال تر لاسه کړ.»
د خبر پاڼې له مخې: هغه مهال د افغانستان مظلوم او ځورېدلي خلک خوښ ول، چې د خپل څوارلس کلنې مبارزې د ثمره يې تر لاسه کړه او نور به په وطن کې د آزادۍ، آرامۍ او د خپلې خوښې شرعي نظام تر سيوري لاندې ژوند ته پرېښودل شي؛ خو «څو جاه طلبو او د قدرت تږيو يې يو ځل بيا سپېڅلي آرمانونه د تنظیمي جګړو او خپلمنځي اختلافاتو په اور کې لولپه کړل» او د افغانستان د خلکو سترې هيلې او د سوچه شرعي نظام د راتګ او استحکام اميدونه خاورې شول.
ویل کیږي، چې اوس اسلامي امارت د خپل هېواد د خپلواکۍ د اعادې، وحدت او اتفاق راوستلو، د هرج و مرج له منځه وړلو او شرعي نظام د نفاذ لپاره رامنځتهشوی او خپلهدف ته رسیدلی دی. اوس د دې وخت دې، چې له دې شرعي نظام څخه کلکه ساتنه وشي او د یو باثباته او د اسلامي نظام د لرونکي افغانستان د دوام او قوام لپاره ټول افغانان سره یو موټی او متعهد واوسئ.
تازه خبرونه
په کاناډا کې د ونکوور پر فلیپیني ننداریزو مراسمو د یوه موټر ورختلو مرګ او ژوبله رامنځته کړه
پولیسو په ایکس پاڼه کې د موټر چلوونکی له نیولو خبر ورکړی دی.

پولیسو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې یو موټر چلوونکی د کاناډا په لویدیځ ښار کې د ونکوور د سړک غاړې پر فلیپیني ننداریزو مراسمو خپل موټر وروړ او یو شمېر کسانو ته یې مرګ او ژوبله واړوله.
پولیسو په ایکس پاڼه کې د موټر چلوونکی له نیولو خبر ورکړی دی.
یوه عیني شاهد ویلي، چې پر ګڼه ګوڼه له ورختلو مخکې یې په دې ننداریزه سیمه کې یو تور موټر په بې نظمه حالت کې ولیده.
د وینکوور سان ورځپاڼې ویلي، چې زرګونه خلک په سیمه کې ول.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
سوداگري3 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
سوداگري1 day ago
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه3 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days ago
چین او روسیه ممکن په سپوږمۍ کې د اټومي انرژۍ بټۍ جوړه کړي