سوداگري

نړیوال بانک افغانستان ته د ۶۰۰ میلیون ډالرو د لېږد وړاندنیز تائید کړـ راپور

Published

on

(Last Updated On: )

رویټرز د یوې سرچینې د څرګندونو له مخې څرګنده کړې؛ نړیوال بانک وړاندیز کړی، چې د افغانستان د اقتصادي او تعلیمي کړکېچ د اواري لپاره دې له کنګل شويو پیسو څخه ۶۰۰ میلیون ډالره دې هېواد ته ولېږدول شي.

ویل کیږي، چې په نړیوال بانک کې د افغانستان د بیارغونې صندوق څه باندې یو میلیارډ ډالر کنګل شوي دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې، چې د نړیوال بانک بورډ به د مارچ تر لومړۍ نېټې د دې وړاندیز د تادیاتو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

نړیوال بانک دا مهال د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق اداره کوي او که دا پيسې تصویب شي؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د خواړو او کرنې پروګرام په ګډون به د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو ته واستول شي، چې د دغه هېواد اقتصادي ستونزې پرې وارې شي.

له دې مخکې نړیوال بانک د تېر کال د ډسمبر پر ۱۰ څرګنده کړې وه؛ د افغانستان د بیارغونې صندوق تمویل کوونکیو هوکړه کړې، چې د خواړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق سره به کنګل شویو ۲۸۰ میلیون ډالرو څخه په افغانستان کې د تغذیې او روغتیايي پروګرامونو د برابرولو لپاره ولیږدول شي.

دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه، چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د افغانستان د خلکو لپاره د د یو اعشاریه دوه میلیارډ ډالرو د ورکړې غوښتنه وکړه.

د افغانستان اسلامی امارت هم د نړیوال بانک د رهبرۍ له وروستۍ پرېکړې هرکلی څرګند کړی دی.

د ماليي وزارت ویاند احمدولي حقمل وایي: مونږ د نړیوال بانک له دې اقدامه هرکلی کوو. دا پیسې په دې وخت کې د افغانستان د آبادۍ او د اقتصادي بحران د مدیریت لپاره خورامهم رول لوبولی شي.

اقتصادي چارو کارپوهانو هم د نړیوال بانک لخوا د افغانستان لپاره د ۶۰۰ میلیون ډالر آزادېدل د افغانستان  د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره مهمې بولي.

د اقتصادي چارو کار پوه تاج محمد تلاش  ویلي؛ مونږ د نړیوال بانک له دې اقدامه هرکلی کوو او دا پيسې به تر دېره په هېواد کې روان اقتصادی حالت وڅاري.

یو شمېرهېوادوال بیا وایي، چې له بېوسۍ او بېکارۍ سره مخ دي او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د افغانانو کنګل شوې ټوله شتمني دې افغانستان ته وسپاري.

د کابل ښار او سیدونکی عزیز الله ویلي؛ له مونږ سره تل خیریه موسسې کومک کوي. نړۍ دې زمونږ پيسې آزادې کړي، چې ور سره نه یوازې هېوادنۍ اقتصادي وده او پراختیا رلامنّته شي، بلکې د افغانانو ستونزې هم حل شی.

د کابل ښار اوسیدونکې حمیرا وایي: زه یوه کونډه یم؛ ستونزې مې زیاتې دی، مونږه خیرات پسي ګرځو بېوسې ډېره شوې؛ الله دې خیر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له دې پرېکړې مخکې یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړی، چې د افغانستان د ملي شتمنۍ نیمایي د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته او پاتې نوره بشري مرستو ته ځانګړې کړي، چې دې پرېکړې کورني او بهرني غبرګونونه راوپارول.

Trending

Exit mobile version