ساینس او ټیکنالوژي
نوکیا په روسیه کې خپله سوداګري دروي
د مخابراتي تجهیزاتو جوړونکی نوکیا شرکت رویټرز ته څرګنده کړې، چې د دې شرکت مخابراتي تجهیزات نور د روسیې له بازار څخه وځي او ایریکسن ته ورته به ورسره خپله سوداګري وځنډوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په سلګونه بهرنیو شرکتونو له روسیې سره د فبرورۍ پر څلیریشتمه پر اوکراین د برید له کبله لویدیځ له بندیزونو وروسته خپلې اړیکې هم پرې کړې؛ نو، ځکه د نوکیا مدیر پکا لونډ مارک د روسیې د پرېښودلو پرېکړه وکړه او وتل ورته ترې یوازنۍ غوره لار ښکاره شوه.
هغه زیاته کړې، چې نوکیا به د وتلو پرمهال د پېرودونکیو ملاتړ روان وساتي او دا ناشونې ده، چې په دې پړاو کې ووایو، چې وتل به مو څومره وخت ونیسي.
د رویټر د څرګندونو له مخې؛ روسیې هم پر دغو شرکتونو فشار راوړی و، چې یوازې د روسي تجهیزاتو پر کارولو اړوند شبکې رامنځته کړي. روسیه په دې لټه کې وه، چې نوکیا او ایرکسون د کارخونو جوړولو ته وهڅوي.
اوس د نوکیا مدیرلونډمارک ویلي، چې نوکیا به د روسیې له YADRO سره د 4G او 5G مخابراتي بیس سټیشنونو جوړولو لپاره ګډ شرکت رامنځته نکړي.
لونډمارک وایي، چې له روسیې څخه د نوکیا د وتلو پرېکړه به شاوخوا ۲۰۰۰ کارګران اغېزمن کړي او ځینې یې ممکن د نړۍ په نورو برخو کې د کار وړاندیز وکړي او یا روسیه باید یو څه بدلونونو ته غاړه کېدي.
رویټرز راپور ورکړی، چې نوکیا په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۹۰۰۰۰ کارکوونکي لري.
