لوبی
نن د ۲۰۲۴ ابوطبي ۱۰ اوریز کرکټ اتم پړاو لیګ پیلیږي
د دې سیالیو په اتم پړاو کې د لومړي ځل لپاره په عجمان بولټز او آپ نوابز لوبډلو کې دوه افغان لوبغاړي هر یو محمد نبي او رحمان الله ګربز لوبډلمشري کوي.

نن پنجشنبه ( د لیندۍ لومړۍ / د نومبر یوویشتمه ) متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د ۲۰۲۴ کال ۱۰ اوریز کرکټ سوداګریز لیګ پیلېږي، چې ۲۳ افغان لوبغاړي هم په کې دي.پیلیږي.
د دې سیالیو په اتم پړاو کې د لومړي ځل لپاره په عجمان بولټز او آپ نوابز لوبډلو کې دوه افغان لوبغاړي هر یو محمد نبي او رحمان الله ګربز لوبډلمشري کوي.
په دغه لیګ ګې د نړۍ د نورو هېوادونو لسګونه لوبغاړي هم لوبېږي.
د لیګ وروستۍ لوبه د ډسمبر پر دوهیمه ده.
محمد نبي، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن او اعجاز احمدزی د عجمان بولټز او رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، مسعود ګربز، فریدون داودزی او خلیل احمد ګربز د آپ نوابز په لوبډلې کې دي.
مسعود ګربز د رحمان الله ګربز ورور دی او د افغانستان په داخلي لوبو کې لوبېږي. فریدون داودزی او خلیل احمد ګربز د افغانستان د الف لوبډلې (افغان ابدالیانو) غړي دي.
نور افغان لوبغاړي کریم جنت، قیس احمد، شرف الدین اشرف او حمزه هوتګ د موریسویل سامپ ارمي؛ راشد خان، حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد د بنګله ټایګرز او نوین الحق او فضل حق فاروقي د ډیلي بولز په لوبډلو کې لوبېږي.
همدغه راز نور احمد لکڼوال او الله محمد غضنفر په ابوظهبي او عظمت الله عمرزی، فرید ملک او ضیاء الرحمن د نارترن واریز د لوبډلو غړي دي.
د دغه لس اوریز لیګ په درې نورو لوبډلو چینای براېف چاګوارز، نیویارک سټرایکرز او ډکن ګلاډیټرز کې کوم افغان لوبغاړی نشته.
د کرکټ نړیواله شورا د کرکټ درې رسمي بڼې لري، چې شل اوریزې، یوه ورځنۍ او د ټست لوبې دي.
۱۰ اوریز لیګ هرکال کېږي؛ خو تر دې دمه رسمي بڼه نلري.
نن به درې لوبې ترسره شي.
د یادونې ده، چې دا لیګ نن ( پنجشنبه د لیندۍ لومړی ) د ماسپښین ۳ بجې پر ژوندۍ او قانوني بڼه له آریانا راډیو او ټلویزیوني شبکې څخه خپریږي.
لوبی
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.
دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپاچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپوهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.
افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.
افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.
سريلنکا ټولټال څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته امتیازه ترلاسه کړي او د ۵۰ اږریزو لوبو د جدول په سر کې ځای لري.
افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې او دواړه دوه دوه امیازه لري.
دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربهتوب روانې دي؛ پایلوبه به د راروانې جمعې پر ورځ( د غویی پېنځمه / د اپرېل پېنځهویشتمه) ترسره شي.
لوبی
افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه
افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا وړتیا ترلاسه کړه.
افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.
له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.
لوبی
له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه
په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.
په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.
دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
له دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.
ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.
د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
سوداگري3 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
سوداگري1 day ago
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه3 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
چین او روسیه ممکن په سپوږمۍ کې د اټومي انرژۍ بټۍ جوړه کړي