تازه خبرونه
نن د سولې دوشنبه ده ـ د امریکا سفارت چارسمبالی

په کابل کې د امریکا د سفارت چارسمبالي راس ویلسن ویلي، چې نن د سولې دوشنبه ده.
نوموړي له ټولو هغو کسانو څخه مننه کړې، چې په تېرو پېنځه میاشتو کې یې د سولې په چارو کې هلې خلې کړې دي.
راس ویلسن زیاته کړې؛ هغه چا، چې په دې بهر کې ګډون کړی د هېواد او خلکو او د سولې په اړه یې خپل نیک نظر وړاندې کړی او د ښه نیت لپاره یې د افغانانو د روښانه راتلونکي لپاره ګامونه پورته کړي دي.
ویلسن په خپل ودیوي پیغام کې ویلي، چې د افغان مرکچي پلاوي لپاره یې د سولې د بهیر او د هغې د پایلو په اړه څرګندونې کړي.
ښاغلي ویلسن دوی ته په ډاګه کړې: امریکا پدې خبرو کې له دوه مهمو پایلو ملاتړ کوي؛ لومړی، امریکا له یو خپلواک، واحد او دیموکراتیک افغانستان څخه، چې له ګاونډ هېوادونو سره په سوله کې وي؛ ملاتړ کوي. دوه یم، د تېرو ۱۹ کلونو له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو لاسته راوړنو ساتنه کوي.
هغه ویلي، چې د امریکا سفارت به له ۲۰۰۱ کال راپدیخوا په افغانستان کې د رامنځته شويو پرمختګونو جزئیات خلکو ته وړاندې کړي.
هغه دا هم څرګنده کړې، چې امریکا له افغانستان سره په تلپاتي ګدون کې مرسته کوي او د راتلونکي لپاره به هم ځینې موخې په ډاګه کړي.
په هر حال هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان خپلمنځي خبرې باید د افغانانو په واک او د افغانانو په مشرۍ وي. دا تاسې خپل کار دی، چې د خپل هېواد راتلونکی څرنګه ټاکئ
هغه ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې امریکا به له افغانستان څخه ملاتړ کوي او له خلکو سره به وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې پر ورځ د سولې مشورتي جرګې په یوه ډېر حساس وخت کې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو د پیلولو لپاره د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو مشروطه پرېکړه وکړه او ولسمشر اشرف غني یې د خوشې کیدو فرمان لاسلیک کړ.
حکومت په دې تمه دی، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به خپلمنځي خبرې تر سره شي. د افغانستان ملي رادیو تلویزیون په ډاګه کړې، چې خپلمنځي خبرې به د اګست پر ۱۶ په دوحه کې تر سره شي.
#ProtectTheGains #EnduringPartnership #AfghanPeaceProcess @USEmbassyKabul pic.twitter.com/w6ljulVX3x
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) August 10, 2020