تازه خبرونه
نصرت حقپرست خپل امریکایي سیال مات کړ

د افغانستان د آزادې هڅې لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال ته ماته ورکړه.
د یکشنبه پر سهار نصرت حقپرست، بریالی شو، چې د نړۍ د آزادو هڅو په تر ټولو لویه ټولنه (UFC) کې خپل امریکایي سیال الکس مونز له درې پړاویزې ماتې سره مخ کړي.
دا د آزادې مبارزې په سیالیو کې د نصرت حقپرست دولسمه یمه بریا ده.
نصرت حقپرست له سیربهادرزاده وروسته دوه یم افغان استازی دی، چې د افغانستان د رپی لاندې د نړۍ د آزادو هڅو په تر ټولو لویه ټولنه (UFC) کې لوبیږي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ د افغانستان پولې ته څېرمه د ۱۶ وسلوالو د وژلو ادعا وکړه
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، سرحدي ځواکونو د شنبې پر شپه د شمالي وزیرستان په اړوند سیمه کې د ډزو په تبادله کې ټول وسلوال ووژل.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له افغانستان سره لویدیځې پولې ته څېرمه یې ۱۶ وسلوال وژلي دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د یکشنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، سرحدي ځواکونو د شنبې پر شپه د شمالي وزیرستان په اړوند سیمه کې د ډزو په تبادله کې ټول وسلوال ووژل.
پوځ په خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ “وسلوالو د [پاکستان] دننه د نفوذ هڅه وکړه؛ خو هڅه یې شنډه شوه.”
اسلامآباد وايي هغه وسلوال، چې په پاکستان کې دننه او د پوځ پر ضد بریدونه کوي په افغانستان کې خوندي ځایونه لري.
کابل تل دا تورونه ردکړي، چې په پاکستان کې امنیت د پوځ خپل کار دی او مونږ پورې اړه نلري.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د دوه ورځني رسمي سفر لپاره کابل ته راغی، چې د دوه اړخیزو او اقتصادي مسلو په اړه خبرې وکړي.
International Sports
سنرایزرز لوبډله پر زړهراکښونکې توپوهنې د راجستان رویالز پر وړاندې بریالۍ شوه
سنرایزرز لوبډلې په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د رویالز پر وړاندې پر ۴۴ منډو بریا ترلاسه کړه.

د یکشنبې پر ورځ د کرکټ مینهوالو ته دوه پر زړه پورې لوبې وړاندې شوې؛ په ځانګړې توګه هغه لوبه، چې سنرایزرز حیدرآباد د راجستان رویالز پر وړاندې په خپله لوبه کې د توپوهنې زور په ډاګه کړ.
سنرایزرز لوبډلې په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د رویالز پر وړاندې پر ۴۴ منډو بریا ترلاسه کړه.
دا بریا د ایشان کیشن د زړه راښکونکې سلیزې له کبله وه، چې د هغه بې ساري ۱۰۶ منډې د سانرایزرز د بیټینګ برید بنسټ و.
د کیشن ښه سلیزه د تندر په څېر پر ننداریز غږ بشپړه شوه.
سنرایزرز له سیالې لوبډلې راجستان رویالز څخه لوبه ۲۸۸ منډو وګټله.
د ورځې په دوهیمه لوبه کې چینای سوپر کینګز د ممبي انډینز سره مخ شوه او د ممبي انډینز پر وړاندې یې د څلورو ویکټو پر توپیر بریا ترلاسه کړه.
د دوشنبې لوبه
څلورمه لوبه به د دوشنبې پر ورځ د مارچ پر څلیریشتمه، د ډاکټر راجا شیکرا ریډي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، چې په کې به ډیلي کیپیټلز د لکنو سوپر جایانټز سره مخ کیږي.
آریانا ټلویزیون به لوبه په ټول افغانستان کې پر ژوندۍ بڼه خپره کړي، چې مینهوال یې وکولی شي د کابل پر وخت له ۶:۱۵ څخه د لوبې لیدلو لپاره سره همغږي شي.
تازه خبرونه
د ترهګرۍ وده د پاکستان د تېروتنو پایله ده – مولانا فضل الرحمن

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، چې د ترهګرۍ وده د پاکستان د حکومت د تېروتنو پایله ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روان کړکېچ کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن له اسلامآباد څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې له اسلامي امارت سره د احتمالي شخړې په وړاندې له احتیاط څخه کار واخلي.
هغه د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په حواله وویل چې جګړه د افغانستان او پاکستان په ګټه نه ده.
فضل الرحمن زیاته کړې، چې د ترهګرۍ وده د پاکستان د حکومت د تېروتنو پایله ده.
نوموړي وایي: “دا، چې آیا له افغانستان سره د جګړې خطر شته، ډېر فکر ته اړتیا ده. دا جګړه نه د افغانستان په ګټه ده او نه هم د پاکستان په ګټه. مونږ په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره یوې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا لرو او واکمنان باید دا مسلې په پام کې ونیسي او ټول سیاسي ګوندونه په پرېکړه کولو کې شامل کړي.”
دغه راز تېره ورځ د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علی امین ګنډاپور ویلي وه، چې له افغان چارواکو سره خبرې اترې په دې ایالت کې د سولې د ترلاسه کولو یوازنۍ شونې لار ده.
ګنډاپور وایي”طالبان نشي کولی، چې له قومي مشرانو سره له خبرو اترو انکار وکړي. هغوی د خبرو اترو میز ته راولي. زه دا مهال له طالبانو سره هیڅ اړیکه نلرم؛ خو که ماته مسوویت راکړ شي؛ مونږ به دا دنده بشپړه کړو. مونږ باید له طالبانو سره د خبرو اترو میز ته کښینو او له هغوی سره خبرې وکړو. دا یوازنۍ حل لار ده.”
د سیاسي چارو شنونوکي په دې باور دي، چې پاکستان د افغانستان په اړه یو واحد دریځ نلري او تل د مسلو په اړه دوه ګونی چلند لري.
اسلامي امارت تل له پاکستان سره د دوه اړخیزو مسایلو په اړه له خبرو اترو هرکلی کړی؛ خو باور لري، چې په پاکستان کې د ناامنۍ رېښه په هغه هېواد کې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان ځانګړی استازی هم کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د سوداګرۍ او ټرانزیت په اړه خبرې اترې وکړې.
-
تازه خبرونه2 days ago
د ترهګرۍ وده د پاکستان د تېروتنو پایله ده – مولانا فضل الرحمن
-
International Sports2 days ago
آر سي بي د ۲۰۲۵ آی پي ایل سیالیو د پرانیستې لپاره اورلوبه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
په کابل کې لسګونو اړمنو کورنیو د بیات بنیاد د روژې مناسبتې مرستې ترلاسه کړې
-
تازه خبرونه5 days ago
مونږ به په خیبرپښتونخوا کې هیڅ راز عملیاتو ته اجازه ورنکړو- علی امین ګنداپور
-
تازه خبرونه5 days ago
په ایران کې پر بند د محکوم شویو افغان بندیانو د لېږد بهیر پیل شو
-
International Sports22 hours ago
سنرایزرز لوبډله پر زړهراکښونکې توپوهنې د راجستان رویالز پر وړاندې بریالۍ شوه
-
تازه خبرونه2 days ago
بیات بنیاد په بلخ کې لسګونو اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل
-
تازه خبرونه5 days ago
امیر خان متقي د امریکا له ځانګړي استازي سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې