سياسي بحثونه
نخبګان د ۲۰۱۵ د جنوري ۲۳
سياسي بحثونه
مشارکت: د افغان میرمنو مخې ته پراته خنډونه او فرصتونه
تازه خبرونه
پر طالبانو د بندیزونو د نرمولو له لارې د سولې له بهیر سره مرسته کولی شو-روسیه
روسیه، چې په تېرو څوارلس کلونو کې غلې وه اوس یې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې همکاریو ته تیاری ښودلی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخاروا وایي، د افغانستان په ځانګړي توګه د شمال سیمو وضعیت د اندېښنې وړ دی؛ ځکه طالبان د هېواد په ځینو شمالي ولسیوالیو کې واکمن دي او له هغو ځایونو د حکومت تر ولکې لاندې سیمو خونړي بریدونه کوی.
له همدې کبله زمونږهېواد حاضر دی؛ پر طالبانو د بندیزونو د نرمولو له لارې، چې د افغانستان له ملي ګټو سره ټکر ونه لري، د سولې په بهیر کې همکاري وکړي.
روسیه د افغانستان د سولې له پاره د څلورو هېوادونو پېنځه څلور اړخیزه ناسته هم بې پایلې بولي.
ماریا زاخاروا څرګنده کړې، چې له طالبانو سره د سولې تېرې هڅې په ځانګړي توګه د څلور اړخیزې ډلې کوښښونه ناکام شول؛ ځکه دغه څلور هېوادونه اوس هم پایلې ته نه دي رسیدلي.
په همدې دلیل په دې بهیر کې مداخله د دې ښودنه کوي، چې روسیه د افغانستان د سولې بهیر د پیاوړتیا له پاره مرستو ته چمتو ده.
د ولسمشرۍ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال که څه هم له دې اقدامه ملاتړ کوي؛ خو له همکارو هېوادونو غواړي، چې له افغانستان سره د همکاریو په اړه له افغان دولت سره مشوره وکړي.
د افغانستان او پاکستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وایي، د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي او افغان دولت تر منځ په روغه کې بدي نشته؛ خو د ګلبدین حکمیتار په مشرۍ دې ډلې ډېر مخکې خپل پوځي ځواک له لاسه ورکړی او د هغو کسانو په منځ کې، چې د حکومت خلاف جګړه کوي کوم ملاتړ نه لري.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې پریمانه فرصتونه موجود دي
د سارک سازمان د سوداګرۍ خونې رییس له ولسمشر غني سره په ارګ کې د لیدنې پر مهال وویل، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې پریمانه فرصتونه موجود دي او افغانستان د منرالونو له پلوه بډای هېواد دی.
هغه ژمنه وکړه،چې د سارک سازمان تاجران او پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
ولسمشر غني هم له نوموړي سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د سیمې د څلور لارې په ځانګړي توګه د سویلي او منځنۍ آسیا د نښلوونکي په توګه د سوداګرۍ له پاره مناسبه سیمه ده.
هغه زیاته کړه، د تاریخ په اوږدو کې د هند، بنګله دیش او سویلي آسیا هېوادونو سوداګریز توکي د افغانستان له لارې مرکزي آسیا ته لېږدېدلي دي.
ولسمشر غني د افغانستان له لارې له چین څخه ایران ته د اورګاډي د کرښې غزېدل د سیمې د سوداګرۍ د ودې له پاره مهم وبلل او زیاته یې کړه، له ترکمنستان څخه د هېواد شمالي ولایتونو ته د اورګاډي کرښه د سیمې د سوداګرۍ د ودې له پاره ګټوره ده.
محمد اشرف غني په فراه کې د لمریزې برښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته په نغوته کې ټینګار وکړ، چې د سارک سازمان د غړیو هېوادونو استازي دې خپلو حکومتونو او هېوادونو ته د سیمې د سولې او ثبات پیغامونه یوسي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه14 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ12 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سوداگري1 day ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول