Connect with us

تازه خبرونه

نبیل: حکومت د داعش د ځپلو لپاره ستر پروګرام لري

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-06-27-12h33m08s198

د ملي امنیت لوی رییس رحمت الله نبیل په ننګرهار کې د داعش فعالیت د اندیښنې وړ وباله او وایي؛ افغان حکومت د داعش د ځپلو لپاره ستر پروګرام لري.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وایي، داعش په سویل او سویل ختیځو سیمو کې د فعالیت تر څنګ د بدخشان او کندز په لور هم حرکت پیل کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش          وایي، د هېواد په ختیځ کې د داعش او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده او افغان ځواکونه له دې فرصت پر استفادې دواړه ډلې ځپي.

افغان چارواکي داعش نه پخلاکېدونکې ډله او د افغانستان د امنیت لپاره جدي ګواښ بولي؛ خو اټکل دا دی چې داعش هیڅکله په افغانستان کې د طالبانو ځای نه شي نیولی؛ ځکه چې د خلکو له ملاتړ نه  ده برخمنه.

د ملي امنیت لوی رییس وایي، د طالبانو او داعش تر منځ هیڅ توپیر نشته او دوی د دې ډلې د ځپلو لپاره ستر پروګرام لري.

افغان ځواکونه وایي چې د داعش جنګیالي مخکې له دې هم د افغانستان په جنګ کې ښکېل وو، خو په عراق او سوریه کې د داعش جنګیالیو له ملاتړ نه دي برخمن.

مخکې له دې ولسمشر له رسنیو سره ناسته کې ویلي و چې داعش جنګیالي د ننګرهار په نازیانو، بټي کوټ، شینواري، شېرزاد، خوږياڼیو او غني خېلو ولسوالیو کې فعال دي، او له دې لارې غواړي چې مرکزي آسیا ته ګواښ پیښ کړي.

د کورنیو چارو وزارت موندنې هم ښیی چې اوس دې ډلې د کنړ، بدخشان او د کندز د ځینو سیمو پر لور هم حرکت پیل کړی دی.

کارپوهان وایي، داعش د طالبانو برخلاف له زیاتو مالي سرچینو برخمن دي.

ویل کیږي چې داعش هر جنګیالي ته سلګونه ډالر معاش ورکوي. هغوي غواړي لکه طالبان پراخې سیمې لاندې کړي؛ خو د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیری وایی، دا ډله نه شي کولای چې افغانستان کې د پښې ځای پیدا کړی.

روسیه چې داعش سیمې ته ګواښ بولي، وایي، دا ډله د افغانستان د څلور دیرشو ولایتونو له جملې په پنځه ویشتو هغو کې  حضور لري.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، په افغانستان کې د داعش ناڅاپي ظهور د بهرنیانو د ملاتړ پایله ده.

 

Advertisement

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!