ساینس او ټیکنالوژي
ناسا سپوږمۍ ته د ارتمیس توغندي توغولو لپاره چمتووالی نیسي
ناسا د تېرې اوونۍ په نیمایي کې له ناکامې هڅې وروسته اوس هڅه کوي، چې د شنبې پر ورځ سپوږمۍ ته د سفر کولو لپاره خپل وروستی راکت وتوغوي.
دا توغندی لومړی د وږي ۷ ته پلان شوی و، چې په یوه انجن کې یې د تودوخې د رامنځته کېدو له کبله له توغولو څو شېبې مخکې ودرول شو.
ناسا اوس د کابل پر وخت ۲۱:۴۷ د فلوریدا له کنیدي فضایي مرکز څخه د ارتمیس فضایي توغندیز سیستم (SLS) پر مټ اورین فضايي بېړۍ توغولو ته چمتو کړې ده.
دا آزموینه د سپوږمۍ پر شاوخوا پرته له افرادو پلان شوی ماموریت دی، چې د ارتمیس د ماموریت د یوې برخې په توګه د انسان سفر ته لار اواروي.
د امریکا هواپېژندونکيو وړاندویېنه کړې، چې په پیل کې به د دوه ساعته توغندي کړکۍ ۶۰ سلنه د مناسبې هوا شرایطو ولري.
د فضایي توغنديز سیستم (SLS) د ۹۸ مترو له لوړوالی سره، چې تر اوسه پورې په نړۍ کې ترټولو پیاوړی توغندی ګڼل کیږي؛ د اورین بېړۍ د سپوږمۍ مدار ته لیږدوي، چې د اروپایي خدماتو مادل (ESM) لخوا جوړه شوې ده.
د راتلونکیو ماموریتونو لپاره به خلک په فضايي بېړۍ کې سپاره وي او له دې ماموریت سره سپوږمۍ ته د لومړنۍ عملې الوتنه ۲۰۲۴ ته پلان شوې ده.