د هوا حالاتو بدلونونه
ناسا د ځمکې د اوبو د سروې لپاره ګډه سپوږمکۍ وتوغوله

د جمعې پر ورځ ناسا او فرانسې فضایي ادارې ته جوړې شوې سپوږمکۍ، چې د ځمکې د څه نا څه ټولو اوبو د سروې ماموریت ورپر غاړه دی؛ له ځمکې وتوغول شوه.
د دې سپوږمکې ماموریت د ناسا، فرانسې، کانادا او د انګلستان د فضايي ادارې په مرسته په ګده ترسره کیږي او غواړي، چې د ځمکې په سطحه د نږدې ټولو( جهیلونو، سیندونو، زیرمو او بحرونو) د اوبو کچه معلومه کړي.
دا سپوږمکۍ به د ځمکې له ۹۰ سلنې څخه د ډېرو اوبو لوړوالی معلوم کړي. دغه راز به د سمندرونو، جهیلونو، سیندونو او نورو زیرمو اغېز پر اقلیمی بدلونونو هم وڅېړل شي او دا به په ډاګه کړي، چې څنګه ټولنې کولی شي د طبیعي ناورینونو لکه سیلابونو لپاره ښه چمتووالی ونیسي.
د ناسا مدیر بل نیلسون ویلي: د سیندونو او بحرونو د اوبو ګرمېدل، سخته هوا، د ځنګلونو سوځېدل د اقلیمي بدلون یو څو پایلې دي، چې انسانان او ژوندي موجودات ورسره مخ دي.
د دغه ماموریت بنسټیزه موخه د ځمکې د خواږو اوبو د کچې معلومول دي. دوی به د نړۍ له ۹۵ سلنې څخه د زیاتو جهيلونو، بحرونو او د اوبو د زیرمو په اړه معلومات چمتو کړي.
د یادونې ده، چې د وخت له تېریدو سره به دا څرګندونې او معلومات وکولی شي له څېړونکیو سره مرسته وکړي، چې نه یوازې د سمندر د سطحې د اوبو لوړوالی په ښه توګه وڅاري، بلکې پر ټولنو د اقلیمي بدلون اغېزې هم په ډاګه کړي.
د هوا حالاتو بدلونونه
افغانستان د اوبو پر زیربناوو پراخې پانګونې ته اړتیا لري-هبیتات
د دې پروګرام مشرې سټیفاني لوس په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې افغانستان د اوبو په زیربناوو کې پراخې پانګونې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام (یو این هبیتات) ويلي، چې په افغانستان کې ۲۱ میلیون خلک دا مهال د اوبو له ناورین سره مخ دي او دا هېواد د اوبو پر زیربناوو پراخې پانګونې ته اړتیا لري.
د دې پروګرام مشرې سټیفاني لوس په یوه راپور کې څرګنده کړې، چې افغانستان د اوبو په زیربناوو کې پراخې پانګونې ته اړتیا لري.
د مېرمن لوس د څرګندونو له مخې: د افغانستان لوی ښارونه لکه کابل، کندهار او هرات هم د اوبو له رامنځته شوي ناورین سره مخ دي؛ ځکه، چې د ځمکې لاندې اوبه د ټیټېدو په حال کې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام په افغانستان کې د اوبو د کمښت په اړه دا خبرداری په داسې وخت کې ورکوي، چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) د اټکلونو له مخې؛ اتیا سلنه افغانان کافي اوبو ته لاسرسی نلري.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) په افغانستان کې د دې هېواد د یخچالونو چټکه ویلېکېدا د اوبو د کمښت لامل بللی او څرګندوي، چې دا یخچالونه د اقلیم د بدلون له کبله ویلې کېږي، چې له کبله یې افغانستان د اوبو له کمښت سره مخ او د اوبو لګولو او خوراکي توکو تولید یې هم له ګواښ سره مخ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځینې خلک د اوبو له کمښت اندېښمن شوي او وايي، چې د اوبو کمښت مو ژوند له ننګونې سره مخ کړی دی.
د هوا حالاتو بدلونونه
په فراه او کندهار کې سېلابونو ۳۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
د فراه د طبیعي پېښو د څارنې مشر محمد اسرائیل سیار آریانا نیوز ته تائید کړې، چې د سېشنبې پر ورځ د دې ولایت په پشتکوه قلعه کاه ولسوالۍ کې د سېلاب له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د فراه او کندهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاستونو چارواکو ويلي، چې په دغو دوه ولایتونو کې د سېلابونو له کبله ۲۹ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د فراه د طبیعي پېښو د څارنې مشر محمد اسرائیل سیار آریانا نیوز ته تائید کړې، چې د سېشنبې پر ورځ د دې ولایت په پشتکوه قلعه کاه ولسوالۍ کې د سېلاب له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.
د سیار د څرګندونو له مخې؛ دا خلک د تفریح لپاره د پشتکوه قلعه کاه غرونو ته تللي وه، چې ناڅاپه سېلاب لاهو کړل.
د کندهار د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکو هم ویلي، چې په دې ولایت کې د سېلابونو له کبله ۱۱ کسان مړه او ټپیان شوي دي.
دوی ویلي؛ د دې ولایت په اوومه ناحیه کې یوه ښځه او در ماشومان د خپل کور د چت د لوېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دوی زیاته کړې، چې د دې ولایت د پېنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د سېلابونو له کبله درې ښځې او یو ماشوم مړه شوي دي.
دوه ماشومان او یو بل کس هم ټپیان شوي دي.
د هوا حالاتو بدلونونه
د آسټرالیا په شمال ختیځ کې سیلابونو یو کس مړ کړی او زرګونه نور بې ځایه شول
د کوینزلینډ چارواکي وایي، چې هینچین په بروک شایر نومې ساحلي سیمه کې لوی سیلاب روان دی، چې د ایالت د پلازمېنې بریزبن څخه شاوخوا ۵۰۰ کیلومټره شمال ته د ۱۱ زره خلکو ټولنه ده.

چارواکو ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ د شمالي آسټرالیا په کوینزلینډ ایالت کې د سختو سیلابونو له کبله یو کس مړ شوی او زرګونه نور بې ځایه شوي دي.
د کوینزلینډ چارواکي وایي، چې هینچین په بروک شایر نومې ساحلي سیمه کې لوی سیلاب روان دی، چې د ایالت د پلازمېنې بریزبن څخه شاوخوا ۵۰۰ کیلومټره شمال ته د ۱۱ زره خلکو ټولنه ده.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، د ټاونسویل څو ښارګوټي هم د اغېزمن شوي دي.
شمالي کوینزلینډ د جستو زیرمې او همدارنګه د سپینو زرو، سرب، مسو او اوسپنې لویې زیرمې لري. ټاونسویل د سیمې لپاره د اساسی فلزاتو د پروسس یو لوی مرکز دی.
د رویټرز په وینا، دا سیمه په ۲۰۱۹ کال کې سختو سیلابونو د سرب او جست غلظت د ریلګاډي لېږد ګډوډ کړ او په زرګونه ملکیتونو ته یې زیان ورساوه.
د سیمهییزو بېړني مدیریت چارواکو د یکشنبې پر سهار وویل؛ “په ټیټو سیمو کې اوسیدونکي باید خپل د ژغورنې کټونه راټول کړي او په لوړو لوړو سیمو کې خوندي ځای ته ولاړ شي. دا وضعیت ممکن د ژوند او ملکیت لپاره ګواښ وي.”
د آسټرالیا د هوا پېژندنې ادارې په خپله اوبپاڼه کې لیکلي، چې سیلاب د ټیټ فشار سیسټم له کبله رامنځته شوی، چې د استوایی رطوبت څخه بډای دی او زیاتوي، چې د ۲۴ ساعتونو د باران ټولټال احتمال تر ۳۰ سانتي مټرو پورې رسیږي.
په بیان کې ویل شوي، “د فشار د قوت او موقعیت او ټیټوالي په پام کې نیولو سره، په سیمه ایزه کچه د درنو څخه تر ډیرو درنو بارانونو او زیان رسونکو بادونو احتمال ممکن د راتلونکې اوونۍ تر پیل پورې دوام وکړي.”
په وروستیو کلونو کې د آسټرالیا ختیځ ته پرلپسې سیلابونه راغلي، چې د جنورۍ په ۲۰۲۳ کې یې ګاونډ شمالي سیمې ډوب کړې.
-
تازه خبرونه4 days ago
اروپايي ټولنې له خپلو وګړو د خوراکي توکو زیرمه کول وغوښتل
-
سوداگري4 days ago
افغانستان د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې اروپا ته صادراتي توکي ولېږدول
-
تازه خبرونه5 days ago
افغانستان له آمو سیند څخه خپله برخه اوبه ترلاسه کوي – ازبکستان
-
سوداگري4 days ago
افغانستان ته د روسیې د مایع ګازو صادرات زیات شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د اسلامي امارت رهبر د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت افغانانو ته مبارکي وړاندې کړه
-
څار4 days ago
څار: د تورې بحیرې په اړه د اوکراین او روسیې تړون
-
تحول4 days ago
تحول: د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو اندېښنې
-
د هوا حالاتو بدلونونه5 days ago
افغانستان د اوبو پر زیربناوو پراخې پانګونې ته اړتیا لري-هبیتات