Connect with us

تازه خبرونه

ناروې د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ته د ملاتړ ډاډ څرګند کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

تېره ورځ ناوخته د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې چارسمبالي د ناروې هېواد د کډوالو کميتې له عمومي ریيس سره په لیدنه کې پر کرنې، ړندو او کڼو زده‌کوونکیو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لپاره د رسنیو د ملاتړ په ګډون د دواړو بنسټونو ترمنځ همکاریو بحث او خبرې وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې چارسمبالي  غلام حیدر شهامت په دې لیدنه کې د خپلې ادارې د سل کلنې مخینې په اړه ویلي؛  دا اداره په ټول هېواد کې له ٣٧٠ څخه زيات ښوونيز مرکزونه لري او په دغو مرکزونو کې له لومړي څخه تر څوارلسم ټولګیو پورې د فن او حرفې په برخو کې زده‌کوونکيو ته زده‌کړې ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا اداره د ړندو او کڼو د زده‌ کړې لپاره ١٦ ځانګړي ښوونيز مرکزونه لري او ورته د ترانسپورت په ګډون ځينې اسانتياوې برابرې شوې دي.

ښاغلي غلام حیدر شهامت په ډاګه کړې، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې بنسټیزه موخې د بې‌وزلۍ له منځه وړل او د کار بازار لپاره د وړ کاري ځواک روزنه ده.

د ناروې د کډوالو کمیتې عمومي رییس تاریه مګنوسن واتر دال ډاډ څرګند کړی، چې د دې کمیتې پروګرام هم پر ښوونه او روزنه، کرنې او روغتيا راڅرخي.

هغه زياته کړې، چې په تېر کې د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو برخې ته پاملرنه نه‌ده شوې او اوس د ناروې کمیته لیواله ده، چې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو اهمیت ته په نغوته کې ویلي: د ځوانانو لپاره اړینه ده، چې زده‌کړې ترلاسه کړي؛ ځکه، چې ټولنه ورته اړتیا لري او د اقتصادي ودې لامل کیږي.

هغه وایي؛ هڅه کوي، چې د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو له ادارې سره د همکارۍ کچه لوړه او دغې ادارې ته زياته بودجه ځانګړې کړي.

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رییس په خپلو خبرو کې هغو ځوانانو ته هم نغوته وکړه، چې له افغانستان څخه بهر ته ځي او هلته په سختو شرایطو کې کار کوي.

هغه زیاته کړې؛ که په دې اړه کار او همکاري وشي، ځوانان به د افغانستان پریښودلو ته اړ نه‌شي.

ښاغلي شهامت وایي، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د ناروې کمیتې موخې یو له بل سره ګډې دي او دا دواړه بنسټونه کولی شي له یو بل سره همکاري وکړي.

شهامت ویلي، سږ کال د ځوانانو د مهاجرت د مخنيوي لپاره یوازې د نرینه وو په برخه کې له ۳۰ زره ډېر زده‌کوونکي د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې جذب شوي او يو شمېر نورې هڅې هم په پام کې دي.

هغه وایي: په آلمان کې د «سیتی ان افغانستان» موسسې سره هوکړه شوې، چې د کار بازار د اړتیاوو سره سم به د ځوانانو لپاره د زده‌کړو او کارموندنې زمینې د برابرولو لپاره به نوې څانګې له آلمان څخه افغانستان ته راوړل شي.

دی څرګندوي، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ لپاره د نوښت مرکز جوړ کړی او تر اوسه په دغه مرکز کې ۱۵۰ نوې پروژې ثبت شوې دي.

نوموړي زياته کړې، د افغانستان د لومړني سپورټي موټر جوړول، چې د قطر نندارتون ته وړل شوی دی، د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ پايله ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل، دغه اداره په پام کې لري، چې په کابل کې پر نړيوالو معيارونو برابر يو بېلګیز اندتون ( انستیتوت ) جوړ کړي، چې د کار د بازار له اړتياوو سره سم د کار د کيفيت د لوړولو او وړ ځواک ته روزنه ورکړي. دغه راز مو په کونړ ولایت کې د لرګیو د صنعت د یوه اندتون جوړول د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو بل راتلونکی پلان دی.

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې چارسمبالي دغه راز د د نابینایانو او ناشنوایانو زده کوونکو لپاره دو او کڼو د ځانګړیو زده‌کړو په مرکزونو کې د روغتيايي او رواني اسانتياوو برابرولو غوښتنه وکړه.

نوموړی وایي؛ د ځانګړیو زده‌کړو په مرکزونو کې نرينه او ښځينه زده‌کوونکي شتون لري او د ناروې کمیته کولى شي له کوم محدوديت پرته له دغو مرکزونو سره کار وکړي.

دغه راز شهامت په کرنيزو اندتونونو کې د کرنيزو فارمونو د جوړولو په اړه د ناروې د کمیتې همکاري مهمه وبلله او وایي، چې په يادو اندتونونو کې د زدهکړو لويه برخه عملي ده او له همدې کبله د کرنيزو فارمونو جوړول یو جدي اړتيا ده.

شهامت زیاته کړې، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو شمېر اندتونونه د تجهیزاتو او لابراتوارونو په برخه کې همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کرنې څانګې استادانو د ظرفیت او وړتیاوو د لوړولو په برخه کې د ناروې د کمیتې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

شهامت وایي، د بڼوالۍ په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره د کرنیزې ځمکې لرونکې ده او په دې برخه کې د همکارۍ امکان هم شتون لري.

د ناروې کمیتې مشر څرګنده کړې، چې د دغې کمیتې او د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې ترمنځ د همکاريو زيات فرصتونه شته دي.

دغه راز هغه د ځانګړیو زده‌کړو د مرکزونو د زده‌کوونکیو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې د مطبوعاتو د ملاتړ او همکارۍ ژمنه هم وکړه.

د ناروې د کميتې رییس زياته کړې، چې د دواړو لوریو فني ډلې بايد د عملي همکاريو په خاطر له يو بل سره خبرې اترې وکړي.

ویل کیږي، چې په نږدې راتلونکي کې به نومړی اسلو ته سفر وکړي او هلته به له افغانستان سره د مرستې او د ډېرو نورو همکاريو د جلبولو په اړه په هغه ځای کې د ناروې له چارواکو سره هم پر اړتیاوو خبرې اترې وکړي.

تازه خبرونه

کابل ته د پنجشېر د اوبو د لېږد پروژه به له تصویب او تمویل وروسته پیل شي – عابد

Published

on

(Last Updated On: )

د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع‌الله عابد ويلي، چې له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې د بیاکتنې او ډیزاین پړاوونه بشپړ شوي او له تمویل وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

مطیع الله عابد زیاته کړې؛ وزارت هڅه کوي، چې د دې پروژې او نورو اړوند پروژو پلانونو پر پلي کولو په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې راکمې کړي.

عابد وایي: “د پنجشېر پروژې سروې، ډیزاین او تخنیکي مطالعات د انرژۍ او اوبو وزارت لخوا بشپړ شوي او دا پروژه د اسلامي امارت مشرتابه ته د تصویب لپاره لېږل شوې ده.”

نوموړي ویلي: “دا پروژه به له تصویب او تمویل وروسته پیل شي.”

د پنجشېر د اوبو د لېږد پروژه د ولایت له مرکز بازارک څخه د کابل تره خېل سیمې پورې ۱۲۰ کیلومټره اوږدوالی لري.

په همدې حال کې د پلازمېنې ځینو اوسېدونکو ویلي، چې کابل ته د پنجشېر د اوبو پر لېږد به په ښار کې د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي ستونزه تر یوې کچې حل شي.

د کابل یوه اوسېدونکي ویلي: “مونږ هیله لرو، چې دا پروژه به پلي شي.”

دغه راطز ځینو کارپوهانو ویلي، چې د ولایتونو پر کچه په متوازن ډول د داسې پروژو له پلي کولو سره به د هېواد د ځمکې لاندې اوبو سرچینې هم ډکې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالناصر رشتیا وایي: “زه فکر کوم، چې له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو لېږدولو پروژه به یو ځل بیا د ځمکې لاندې اوبه ډکې کړي او خلکو ته به خوندي او صحي اوبو ته لاسرسی ومومي. سربېره پردې د پنجشېر د اوبو له لېږدولو سره به د کابل ښار او شاوخوا سیمو کرنیزې ځمکې به هم د اوبو تر مدیریت لاندې راشي او په عمومي توګه دا ویل کیدی شي، چې خلکو ته به د کار فرصتونه هم برابر شي.”

د پنجشیر له سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پلان په ۲۰۱۲ کال کې هغه مهال ډیزاین شو، چې په مرکز کې د اوبو د کمښت ناورین زیات شو او د پخواني جمهوري نظام د ۲۰۲۰ کال په بودجه کې له پنجشېر سیند څخه کابل ته د ۱۰۰ میلیون مټر مکعب اوبو د کلني لیږد لپاره شاوخوا پېنځه میلیونه ډالر ځانګړي شوي هم ول.

د یادونې ده، چې دا پروژه ټاکل شوې وه، چې تر ۲۰۲۳ پورې بشپړه شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ نېټه ۱۰ ورځې نوره هم وغځوله

ټاکل شوې وه، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د اپریل پر لومړۍ نېټه پیل شي؛ خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه ندي ویلي.

Published

on

(Last Updated On: )

ټاکل شوې وه، چې پاکستان د سېشنبې پر ورځ له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړي؛ خو د پاکستانیو رسنیو د راپور له مخې حکومت د اختر د رخصتیو له کبله دا بهیر د اپریل تر لسمې پورې وغځاوه.

ټاکل شوې وه، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د اپریل پر لومړۍ نېټه پیل شي؛ خو د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه ندي ویلي.

میرویس نومي افغان کډوال، چې په پاکستان کې ژوند کوي؛ ويلي، پولیسو د افغانانو د نیولو او شړلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د پاکستان لخوا ټاکل شوی وروستۍ ضرب الاجل ډېرغبرګونونه راپارولي او ان د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان د مرکزي حکومت دا عمل له نړیوالو قوانینو او انساني ارزښتونو خلاف ګڼلی او ټینګار یې کړی، چې دوی به تر واک لاندې خپلو سیمو کې د اسلام‌آباد  د دې حکم مخالفت وکړي.

د بشري حقونو ډلو هم د پاکستان دا اقدام غندلی او له اسلام‌آباده یې غوښتي، چې د افغانانو جبري ایستل ودروي.

د پاکستان د دې پلان له مخې؛ هغه افغان کډوال، چې د ای سي سي کارتونه لري په لومړي پړاو کې له اسلام‌آباد او راولپنډۍ څخه وایستل شي او بیا به تدریجي له نورو غیر قانوني کډوالو سره یوځای افغانستان ته راستانه شي. په دوه‌یم پړاو کې هغه افغان کډوال، چې د POR کارتونه لري له اسلام‌آ‌باد او راولپنډۍ څخه وایستل شي.

د راپورونو له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې د افغان کډوالو د جبري شړلو د بهیر له پیل راپدېخوا له ۸ سوه او ۵۰ زره  څخه ډېر افغان کډوال افغانستان ته جبري استول شوي.

پاکستانيو چارواکو خبرداری ورکړی، چې دوی به تر ۲۰۲۵ کال پورې شاوخوا درې میلیون افغانان، چې دلته ژوند کوي؛ وباسي.

اسلامي امارت تل د افغان کډوالو له کوربه حکومتونو په ځانګړي توګه پاکستان او ایران څخه غوښتنه کړې؛ د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ ودروي او افغانانو ته اجازه ورکړي، چې تدریجي له عزت سره خپل هېواد ته راستانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ پاکستانيو چارواکي ویلي وه، چې د افغان کډوالو د ایستلو وروستۍ نېټه به ونه غځول شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

امریکا دې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمني خوشې کړي- اقتصاد وزارت

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له نړیوالې ټولنې او هېوادونو څخه غوښتي، چې د افغانستان پر وړاندې بندیزونه او بانکي محدودیتونه لرې کړي او د افغانستان د بیارغونې او بېخبناوو په جوړولو کې د مرستې لپاره بشري او پرمختیایي مرستې روانې وساتي.

Published

on

(Last Updated On: )

اقتصاد وزارت له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني خوشې او د افغانستان بانک ته وسپاري.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له نړیوالې ټولنې او هېوادونو څخه غوښتي، چې د افغانستان پر وړاندې بندیزونه او بانکي محدودیتونه لرې کړي او د افغانستان د بیارغونې او بېخبناوو په جوړولو کې د مرستې لپاره بشري او پرمختیایي مرستې روانې وساتي.

د دې شتمنیو کنګل کېدا افغانستان له درې نیمو کلونو څخه ډېر له اقتصادي ناورین سره مخ کړی دی او د هېواد ډېری وګړي له خرابو اقتصادي شرایطو سره مخ دی، چې پر لویه کچه د امریکا لخوا د افغانستان مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کېدو او د نړیوالې ټولنې لخوا پر افغانستان د لګول شویو بانکي بندیزونو سره تړاو لري.

اقتصاد وزارت د دغو فشارونو پر روان ساتلو نیوکه کوي او له امریکا څخه غواړي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي او د افغانستان مرکزي بانک ته یې وسپاري.

د اقتصاد مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د هېواد د بېخبناوو پر بیارغونه او جوړولو ټینګار کوي او له نړیوالې ټولنې څخه غواړي، چې په دې برخه کې د بشري او پرمختیایي مرستو پر ورکولو له افغانستان سره خپل ملاتړ روان وساتي.

دغه راز یو شمېر کارپوهان هم په دې باور دي، چې که د افغانستان شتمنۍ خوشې شي او اقتصادي او بانکي بندیزونه لرې شي؛ نو دا چاره کولی شي د اقتصادي ناورین څخه د وتلو او د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته امریکا د افغانستان بانک له ۹.۵ میلیارډ ډالرو څخه زیاتې شتمنۍ کنګل کړې؛ خو په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې یې له دې شتمنۍ څخه ۳.۵ میلیارډ ډالر په سویس کې د افغانستان اماني صندوق ته انتقال کړې، چې د دې هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي. اوسمهال، د افغانستان د شتمنیو ۳.۵ میلیارډ ډالر په امریکایي بانکونو کې او له ۲ میلیارډ ډالرو څخه ډېرې د اروپایي او متحده عربي اماراتو په بانکونو کې ساتل کیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!