تازه خبرونه
ناتو په افغانستان کې د سولې له بهیره ملاتړ ته چمتوالی څرګند کړ

د ناتو لوی منشي ینس ستولتنبرګ د سولې له پلان شویو خبرو اترو څخه د هرکلی تر څنګ څرګندوي، چې مونږ له دې بهیره ملاتړ ته په افغانستان کې خپل شتون چمتو کوو.
د ناتو لویمنشي په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې: ما له ولسمشر غني او د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره خبرې کړي او د افغانانو تر منځ له راتلونکیو خبرو هرکلی کړم. ټولې خواوې باید د سولې لپاره دا تاریخي فرصت وکاروي. ناتو د ترهګرۍ پروړاندې په مبارزه کې له افغانستان سره ولاړ ده؛ ځکه، چې مونږ د سولې له بهیره ملاتړ ته خپل شتون چمتو کوو.
I spoke to President @ashrafghani & @DrabdullahCE to welcome the upcoming start of intra-Afghan talks. All parties should seize this historic moment for peace. #NATO stands with #Afghanistan in the fight against terrorism, as we adjust our presence to support the peace process.
— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) August 10, 2020
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه ولسمشر اشرف غني د طالبانو د ۴۰۰ ناندریزو بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ د طالب بندیانو د خوشې کیدو د فرمان لاسلیک کیدل منلې او وایي، چې د لاسلیک د مراسمو پر مهال یو شمېر افغان مشران هم حاضر ول.
د یکشنبې پر ورځ د سولې مشورتي لویې جرګې ولسمشر ته وړاندیز وکړ، چې ۴۰۰ طالب بندیان دې خوشې شي. که څه هم تر منځ یې د خونړیو بریدونو د ترسره کولو مشران هم شته دی.
حکومت ویلي؛ د یکشنبې پر ورځ په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې ترسره کیدونکې دي او ټاکل شوې، چې د حکومت مرکچي پلاوی د چارشنبې پر ورځ له کابله د قطر پر لوري روان شي.