تازه خبرونه
مینا خیري خاورو ته وسپارل شوه

نن په کابل کې د آریانا نیوز او آریانا رادیو– ټلویزیون د ویاندې مینا خیري او د هغې د مور مړي خاورو ته وسپارل شول.
مینا خیري له خپلې مور سره د پنجشنبې پر ماښام د کابل په شپږمه حوزه کې له یوې چاودنې ووژل شو او خور یې ټپي شوه.
د مینا خیري کورنۍ وايي، چې عدلي طب د قربانيانو ډي ان ای له کتنې وروسته د هغې او مور مړینه تائید کړې ده.
د مینا خیري خپلوان محمد داود وايي: بس دی د الله په پار بس دی؛ هره ورځ مونږ د خلکو لاسونه او پښې راټولوو.
د مینا خیریري پلار، چې د خپلې لور او میرمنې وژنه د پوښتنې وړ بولي؛ نه له حکومته د څه شي تمه لري او نه هم کومه غوښتنه؛ خو هغه د چاودنو پر ترسره کوونکیو غږ کوي، چې د ملکي خلکو وژنه پای ته ورسوي.
د مینا پلارعارف خیري ويلي: مونږ له دولته څه تمه نلرو. زمونږ ته ورته څو نورې کورنۍ هم د خپلو عزیزانو پر ویر اخته دي. مونږ له کلونو راپدیخوا له رسنیو اوریدلي ؛ ټولې خبرې تکراري دي.
د مینا خیری د ماما زوی محمد ویلي؛ هره ورځ مونږ د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکولو لیدونکي یو. دا ډېر حیرانونکی خبر دی. که د دغو بریدونو مخه ونه نیول شي؛ خلک به پخپله د امنیت د خوندي کولو لپاره مټې رابډوهي.
د رسمي څرګندونو له مخې؛ د یو کال په موده کې د مینا خیري په ګډون ۱۲ خبریالان په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي دي.
خبریالان وايي، چې دوی د دغو بریدونه مخنیوی نشي کولی.
د آریانا نیوز تلویزیون مشر شریف حسنیار وايي: سره له دې، چې زمونږ د یوه همکار مینا خیري مرګ ټول خواشیني کړي یو؛ خو دا ډول پېښې نشي کولی زمونږ د کار مخه ونیسي. مونږ به خپل کار روان ساتو.
دغه راز د امریکا سفارت چارسمبالي هم د مینا خیري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یې د بېړنيو هڅو تر سره کولو غوښتنه کړې ده.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم په یوه پیغام کې ویلي، چې تروریستان د ملکي وګړیو پر وژلو خپل جنایت نندارې ته وړاندې کوي.