تازه خبرونه
میررحمان رحماني د ولسي جرګې د رییس په توګه غوره شو
د ولسي جرګې لنډمهاله رییس ښاغلي عطامحمد دهقانپور لخوا میر رحمان رحماني د ولسي جرګې د اووه لسم پړاو د رییس په توګه ګټونکی اعلام شو.
ښاغلي رحماني د ولسي جرګې د ریاست په دوه یم پړاو ټاکنو کې ۱۲۳ رایې خپلې کړې؛ خو د ولسي جرکې ځينو استازيو څرګنده کړې، چې په دې اړه ځينې ملاحظې شته دی.
د ولسي جرګې د اداري پلاوي لپاره ټاکنې د پنجشنبې پر ورځ( د غویی ۲۶ ) تر سره شوې؛ خو بې پایلې پای ته وریدې.
په لومړي پړاو ټاکنو کې عمر نصیر مجددي، کمال ناصر اصولي، میررحمان رحماني او میرویس یاسیني د ولسي جرګې ریاست ته ځانونه نوماند کړي وه؛ خو هیڅوک بریالی نشو، چې پنځوس جمع یو رای خپله کړي. په دې ټاکنو کې د میرولي رحماني او ښاغلي اصولي رایې له نورو ډېرې وې او د دوی تر منځ سیالي د شنبې تر ورځې وځنډول شوه.
د ولسي جرګې د ریاست لپاره دغو دوه نوماندانو هر یوه میررحمان رحمانی او کمال ناصر اصولی نن شنبه( د غویی ۲۸) سیالي پیل کړه او د جرګې لنډمهاله رییس، دغه مقام ته نوماند ښاغلی میررحمان رحماني د ۱۲۳ رایو په خپلولو ګټونکی اعلام کړ.
ټاکل شوې ولسي جرګه د اداري پلاوي ټاکنې د جرګې د مرستیالانو لپاره تر سره کړي؛ خو تر اوسه معالومه نده، چې کومې څېرې دې پوستونو ته دریږي.
تازه خبرونه
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
د امریکا پوځ د لومړي ځل لپاره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری ونوماوه.
د ایبيسي نیوز ټلویزیون د راپور له مخې: د امریکا د مرکزي قومندانۍ د ترسره شوې ارزونې ښيي؛ هغه ادعاوې، چې امریکايي پوځیانو له چاودنې مخکې ځانمرګی بریدګر پېژندلی و، ناسمې دي.
امریکايي چارواکو ویلي، هغه ځانمرګی بریدګر، چې ۱۳ امریکايي پوځیان او ۱۷۰ افغانان یې وژلي وه، عبدالرحمن لوګري نومېده.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ هغه خپل ځانمرګی واسکټ، چې شاوخوا ۹ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي یې لرل چولی دی.
د امریکا د پوځ د ارزونې ډلې یوه غړي ویلي، چې لوګری له ۲۰۱۶ کال راپدیخوا د داعش د خراسان څانګې غړی و او یو ځل د ائتلافي ځواکونو لهخوا نیول شوی او زنداني شوی هم و.
داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د امریکا په ولسي جرګه کې ځینو جمهوري غوښتونکیو د دغه هېواد د یوه سرتېري څرګندونو ته په نغوته کې ویلي، چې د دغه برید مخه نیول کېدی شوه.
دغه امريکايي سرتېری، چې د بريد پر مهال په هوايي ډګر کې و؛ ادعا کوي، چې سرتېرو پر يوه کس شکمن ول، خو د ډز اجازه یې پرې نلرله.
تازه خبرونه
په خپله خاوره کې د اسلامي امارت پر ضد سیاسي فعالیت ته اجازه نهورکوو – ایران
په کابل کې د ایران سفارت مرستیال د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت مخالفان په ایران کې د عامو مهاجرو په توګه ژوند کوي او هغوی ته اجازه نهورکول کیږي، چې په سیاسي فعالیتونو کې لاس ولري.
په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي زیاته کړې، هېواد یې هڅه کوي، چې د سیمې د هېوادونو او اسلامي امارت تر منځ مثبت تعامل ته زمینه برابره او د کابل او تهران اړیکې نورې هم پراخې کړي.
مرتضوي ویلي، چې تهران د اسلامي امارت او ایران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شویو تړونونو پلي کېدو ته د لارې پر اوارېدو سربېره، له افغانستان سره د اقتصاد، سوداکرۍ او روغتیا په برخه کې همکاریو ته چمتو دی.
په دې کتنه کې د ریاست الوزراء سياسي مرستيال پر اسرائيلو د ايران بريد د تهران مشروع حق وباله او زياتوي، چې کابل له خپلو ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي.
تازه خبرونه
له پاکستان څخه نن د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو نوی پړاو پیل شو
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ويلي، چې نن ( د وري اووهویشتمه ) لسګونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
په دې پړاو کې اسلامآباد هغه کسان هم جبري وباسي، چې د اوسیدو اجازه لري.
د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالجبار تخاريویلي؛ اسلامآباد باید هغه کسان ونهشړي، چې قانوني اسناد لري.
نوموړي له اسلامآباده غوښتي؛ هغه کسان دې نه وباسي، چې قانوني اسناد لري.
دی وایي؛ پریږدئ، چې کډوال په تدریجي توګه خپل هېواد ته راستانه شي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ کابل چمتو دی، چې بېرته راستنیدونکیو کډوالو ته رسیدنه وکړي.
په دې پړاو کې هغه مهاجرین هم ایستل کیږي، چې د پاکستان حکومت ورته “ACC” یا “POR” اسناد وېشلي دي. له دې ډلې ۸۵۰ زره افغانان دغه ډول اسناد لري .
تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال جبري او یا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې یو میلیون او پېنځه سوه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
نړۍ1 day ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
تازه خبرونه2 days ago
په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له کبله ۶۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه1 day ago
د اختر په ورځو کې زرګونو سیلانیانو د هلمند له بُستکلا څخه لیدنه وکړه
-
لوبی14 hours ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
تازه خبرونه2 days ago
پاکستان د افغانستان په اړه د سیمهییزو اړیکو ډلې د جوړېدو خڼد شو
-
لوبی2 days ago
د افغانستان اتلانو لیګ د پچهاچونې مراسم سبا له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي