تازه خبرونه
مکسیکو له افغان روباټ جوړوونکیو نجونو تود هرکلی وکړ

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د افغان روباټ جوړوونکیو نجونو پېنځه کسیزه ډله هغه مهال له افغانستان څخه د مکسیکو پر لوري روانه شوه، چې طالبانو د کابل ښار څارنه هم ترلاسه کړه.
د مکسیکو نړیوال هوایی ډګر ته له رسیدو سره سم د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال مارټا ډلګادو له تاوده هرکلي سره مخ شول.
د افغان نجونو دغې ډلې څو نړیوالې جایزې هم ګټلې دي.
مکسیکو په ایران کې د خپل سفارت په مرسته افغان ښځو او نجونو ته د تابعیت ورکولو اعلان کړی دی.
د مکسیکو بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په ایران کې د دغه هېواد سفارت افغان نجونو او میرمنو ته د تابعیت اسناد ورکوي.
دغه راز یادې سرچینې زیاته کړې: دوی بریالي شوي، چې دغه افغان نجونې د ناڅرګندو کسانو پر مرسته له افغانستان څخه وباسي.
د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا هېواد به په راتلونکیو څو ورځو کې د افغانستان ډېرو میرمنو او نجونو ته تود هرکلی څرګند کړي.
ویل کیږي، چې د افغان روباټیک ډلې پاتې نجونې په قطر کې دي.