سیمه ییز خبرونه

مکرون له محمد بن سلمان سره د غزې او اوکراین د سولې په اړه خبرې وکړې

رویټرز راپور ورکړی، چې مکرون ویلي؛ دوی به د دوه دولتونو د حل لارې په اړه د یوه کنفرانس مشري هم وکړي، چې هدف یې “د اسرائیلیانو او فلسطینیانو دواړو لپاره د سیاسي لید په بیا راژوندي کولو کې مرسته کول دي”.

Published

on

(Last Updated On: )

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې خبرې کړې او دواړو پر غزه د اسرائیلو نوي بریدونه وغندل.

رویټرز راپور ورکړی، چې مکرون ویلي؛ دوی به د دوه دولتونو د حل لارې په اړه د یوه کنفرانس مشري هم وکړي، چې هدف یې “د اسرائیلیانو او فلسطینیانو دواړو لپاره د سیاسي لید په بیا راژوندي کولو کې مرسته کول دي”.

مکرون د ایکس پاڼې په یوه پوسټ کې څرګنده کړې: ” د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او د ملکي وګړو د خوندي کولو لپاره اوربند ته راستنېدل اړینه ده.”

د غزې په تړانګه کې د طبي کارکوونکو ړ څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو پوځ د چارشنبې پر ورځ پر غزه د مرګونو بریدونو د نوې څپې پر دوه‌یمه ورځ ۴۸ فلسطینیان ووژل.

د دغو بریدونو پر لومړۍ ورځ ۴۰۰ کسان وژل شوي دي.

مکرون ل محمد سلمان سره په خپله لیدنه کې د سعودي ولیعهد له نوښت هرکلی هم وکړ، چې د اوکراین د سولې خبرو پیل یې شونی کړ.

د دواړو هېوادونو مشرانو د سوریې او لبنان په اړه هم خبرې وکړې.

مکرون ویلي: “فرانسه او سعودي عربستان ورته اهداف لري؛ یو بشپړ خپلواک لبنان او یو متحد او باثباته سوریه، چې په یوه ټولګډونه لېږد کې ښکېل دي.”

Trending

Exit mobile version