Connect with us

تازه خبرونه

مونږ په دې سختو شېبو کې د حکومت او ایراني ولس تر څنګ ولاړ یوو – اسلامي امارت

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت نن دوشنبه (د غویی یودېرشمه) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د ایران ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین عبداللهیان،  د تبریز امام حجتة الاسلام آل هاشم او ورسره مل ملګرو یې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې غمجنه پېښه ژور خواشیني دي. مونږ د ایران له اسلامي جمهوریت او د دغه هېواد له خلکو سره په دې غم کې ځان شریک بولو او د قربانیانو له ټولو کورنیو، د ایران ملت او حکومت ته د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوو.

دغه راز ویل کیږي، چې په دې سختو شېبو کې د ایران له خلکو سره یوو او د دغې پېښې ټولو قربانیانو ته د مغفرت او د هغوی کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.

د ایران د ولسمشر د سپرلۍ چورلکه نن سهار د ختیځ آذربایجان له ولایت څخه تبریز ته د ستنېدو په لاره کې غورځېدلې او د چورلکې پاتې شونې د سیمې په غرنیو ځنګلونو کې وموندل شول.

د ایران د اساسي قانون پر بنسټ، د ولسمشر مرستیال په لنډمهاله توګه دا دنده پر غاړه اخلي او ولسمشریزو ټاکنو ته زمینه برابروي.

د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره باید په پنځوس ورځو کې ټاکنې ترسره او نوي ولسمشر ته واک وسپارل شي.

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنې

Published

on

(Last Updated On: )

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې او چین ولسمشرانو د شانګهای غونډې په څنډه کې وکتل

د شانګهای همکاریو ټولنه په ۲۰۰۱ کې د چین او روسیې له‌خوا د منځنۍ آسیا د امنیت لپاره جوړ شوه؛ خو اوس یې اصلي او ناظر غړي زیات شوي او په یوه ډول یې لويدیځ ضد دریځ غوره کړی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

ولادمیر پوتین او شي جین پینګ پرون د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. لوېدیځو خبري سرچینو ویلي، دا په تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې دوه‌یم ځل دی، چې پوتین او شي سره مخامخ لیده کاته کوي.

د سیمې د دوه قدرتونو دغو مشرانو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د دوه ورځنۍ غونډه پرانیسته.

د شانګهای همکاریو ټولنه په ۲۰۰۱ کې د چین او روسیې له‌خوا د منځنۍ آسیا د امنیت لپاره جوړ شوه؛ خو اوس یې اصلي او ناظر غړي زیات شوي او په یوه ډول یې لويدیځ ضد دریځ غوره کړی دی.


اړوند خبرونه: 

د شانګهای هېوادونو استازیو په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د همغږۍ ګډه هوکړه وکړه

د شانګهای ټولنې د اړیکو ډله دې د افغانستان لپاره پخپل حال پاتې شي – پاکستان

Continue Reading

تازه خبرونه

استرالیا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې وټاکله

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې؛ امانډا مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز پر ځای دنده ترسره کوي.

Published

on

(Last Updated On: )

د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ دې هېواد د افغانستان لپاره امانډا مک ګریګور نومې نوې استازې ټاکلې.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له‌مخې؛ امانډا مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز پر ځای دنده ترسره کوي.

مک ګریګور د کاناډا په سفارت کې د ډیپلوماتې په توګه هم کار کړی او د اسټرالیا د حکومت د لومړي وزیر او کابینې لوړپوړې سلاکاره وه. 

د اسټرالیا بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ ویلي:  مک ګریګور، چې په قطر کې میشته ده؛ له خپلو ګډ فکر لرونکیو هېوادونو سره به همکار کوي، چې له طالبانو (د افغانستان اسلامي امارت) څخه د بشري حقونو او د افغانانو د ملاتړ په اړه وضاحت وغواړي.

اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ ډیری هیوادونه د افغانستان پر واقعیتونو پوه شوي او هڅه کوي، چې له بېلابېلو لارو له اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي.

نوموړي له هغو هېوادونو، چې په کابل کې یې سفارتونه ندي پرانیستي او له قطر څخه د سفارت چارې پرمخ وړي؛ غوښتنه کړې، چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

ویل کیږي، چې مک ګریګور پېنځه کاله د اسټرالیا په دفاع وزارت کې کار کړی او له څه وخت راپدیخوا په لبنان کې د اسټرالیا د سفارت مرستیاله وه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!