تازه خبرونه
مونږ له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د ایران جغرافیې ته لیواله یوو – هند

د هند بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ هېواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د ایران له جغرافیې څخه ګټې اخیستنې او په چابهار بندر کې همکارۍ ته لیوالتیا لري.
سوبرمنیم جې شنکر دا خبره د دوشنبې پر ورځ تهران ته د خپل سفر پر مهال کړې ده.
هغه له خپل ایراني سیال سره له کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: ما د منځنۍ آسیا، افغانستان او اوراسیا بازارونو ته د لاسرسي لپاره د ایران له ځانګړي جغرافیایي موقعیت څخه ګټې اخیستنې ته د هند پر لیوالتیا ټینګار وکړ.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دی او د هغه ایراني سیال په افغانستان کې روان پرمختګونه ارزوي او د دغه هېواد د ثبات او امنیت په اړه به خبرې روانې ساتي.
دغه راز د هند بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې حکومت به یې رسماً فارسي ژبه د خپلو پخوانیو ژبو په نوملړ کې ځای کړي.
نوموړي د خپل سفر پرمهال له خپل سیال سره د خبرو په بهیر کې ویلي؛ د هند حکومت پرېکړه کړې، چې په خپله نوې ښوونیزې پالیسۍ کې پارسي د هند له ۹ زړو ژبو څخه د یوې په توګه شامله کړي.
په دې کتنه کې د هند او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پر غزې د اسرائیلو د بریدونو، دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ په اړه هم خبرې کړې دي.