Connect with us

مهم خبرونه

مونږ د سوچه اسلامي دولت د جوړولو پر لوري روان یو- طالب مشر

خپور شوی

د

طالب مشر مولوي هیبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي؛  هڅې مو د اسلامي دولت جوړولو پر لوري روانې دی؛ امریکا او نړیواله ټولنه دې د دوحې تړون ته پام راواړوي او "په راتلونکي کې دې د ستونزو د رامنځته کیدو مخه ونیسي.

هغه د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي "د همدې لپاره، مونږ خپلو مجاهدینو او مظلوم ملت ته ډاډ ورکوو، چې د دوی له آرمانونو سره به جفا نه کیږي" .

نوموړي زیاته کړې؛ طالبانو په دوحه کې له امریکایانو سره د تړون په لاسلیک کولو خپلې ژمنې پوره کړي او هڅه کوو، چې د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي، خو اوس نورو خواوو ته اړینه ده، چې له فرصته  د ګټې اخیستنې څرنګوالی وټاکي.

طالب مشر د بندیانو د خوشې کیدو موضوع سولې ته د "باور جوړول" او "لاره لنډه کول" بولي او وایي، چې  که څه هم امریکا او متحدینو یې د تړون د پلي کیدو په برخه کې یو څه وړ ګامونه پورته کړي؛ پېنځه زره سرتېري ایستل شوي او پېنځه پوځي  اډې یې پریښي دي او د پاتې نورو برخو په اړه باید خنډ نشي.

دغه راز هغه امریکا ته خبرداری ورکړ، چې باید "خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

هغه ویلي، چې د بندیانو د تبادلې لس ورځنی مهالوېش څلورو میاشتو ته وغزول شو، د بې پیلوته الوتکو  هوایي بریدونو او په تور نوماړ کې د طالبانو د نومونو پاتې کیدل هغه څه دي ، چې پلي شوي ندي.

دی وایي،دا د هیچا په ګټه ندي او دا ډول کړنې د جګړې په ګټلو کې نقش لوبولی نشي.

د طالبانو مشر زیاته کړې: دا ډول کړنې رغنده ندي او د زیاتو ستونزو لامل به شي؛ نو لازمه ده، چې امریکا او نړیواله ټولنه دواړه دغه مسله جدي ونیسي او د نورو ستونزو مخه ډپ کړي.

د اخندزاده څرګندونې د ملکې تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له خپریدو یوه ورځ وروسته په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ۱۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په دې راپورکې طالبان او داعش ملکیانو ته پر مرګ و ژوبله اړولو پړه ښودل شوي دي.

 د افغانستان د ملي امنیت شورا هم دې راپور ته په نغوته کې ویلي، چې طالبان د ملکي تلفاتو مسوول دي.

  طالبانو د یوناما راپور په کلکه رد کړی او مجاهد ویلي؛ دغه راپور د افغان حکومت د امنیتی ځواکونو د معلوماتو پر اساس لیکل شوی او خپور شوی او بریالي شوي ندي، چې د ملکی تلفاتو اصلی لامل په ګوته کړي.

تازه خبرونه

په بامیان کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

دا سېلاب د سې شنبې پر ورځ (د چنګاښ پر پېنځمه) د بامیان ولایت د یګاولنګ نمبر ۱ولسوالۍ د ځینو سیمو په ګډون د دزدان چشمې، هزار چشمې او پودینېتو کلیو کې راوتلي دي.

Published

on

په بامیان ولایت کې د سېلابونو له کبله ۷ ځايي اوسېدونکي مړه شوي، لس ورک دي او ډېرو خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

دا سېلاب د سې شنبې پر ورځ (د چنګاښ پر پېنځمه) د بامیان ولایت د یګاولنګ نمبر ۱ولسوالۍ د ځینو سیمو په ګډون د دزدان چشمې، هزار چشمې او پودینېتو کلیو کې راوتلي دي.

د باميان ولايت د مطبوعاتي دفتر وياند عبدالصبور سيغاني وايي، د دې ولايت په يکاولنګ په نمبر ۱ ولسوالۍ کې د سېلابونو له کبله اووه کسان مړه شوي او لس نور ورک دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ټول د دوه کورنیو غړي دي.

سیغاني ویلي، د ورکو شویو کسانو لټون روان دی.

د راپورونو له مخې، د وروستیو ورځو سیلابونو په ورس، پنجاب او کهمرد ولسوالیو کې هم مالي زیانونه اړولي دي.

اړوند خبرونه: 

په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م

په افغانستان کې د روانو سیلابونو له کبله لسګونه زره ماشومان اغېزمن شوي

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په کندهار کې د میانکو بند له اوبو ډک شو

Published

on

د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په میانکو سیمه کې وروستیو بارانونو د میانکو بند له اوبو ډک کړی دی.

د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز زیاته کړې؛ د میانکو اوبو بند څه وخت مخکې د یو‌این‌ډي‌پي موسسې پر مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروستیو بارانونو دا بند له اوبو ډک کړ او هم یې  زرګونو کورنیو ته د سیلابي اوبو د ورتلو مخه نیولې ده.

ویل کیږي، چې دغه بند یونیم میلیون متره مکعب اوبه ذخیره کوي او نه یوازې یې د کندهار د شپږو ناحیو ۱۲ زره کورنۍ له سیلابي اوبو څخه ژغورلي، بلکې تر ځمکې لاندي اوبو کچه ورسره لوړه شوې او هم یې هېوادوالو ته د دمې او نندارې ښه زمینه برابره کړې ده.

Continue Reading

مهم خبرونه

مونږ د ایران پر ضد په یرغلیزو عملیاتو کې ګډون نکوو- بایډن

Published

on

د امریکا یوه لوړپوړي حکوکمتي چارواکي سي‌ان‌آن ته ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته ویلي، چې امریکا به د ایران پر ضد په هیڅ ډول یرغلیزو عملیاتو کې برخه وانخلي.

دا پیغام د اسرائیلو پر ضد د ایران له غچ اخیستونکیو بریدونو وروسته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې وړاندې شوی دی.

بایډن ویلي، چې د امریکا اوسنۍ ارزونه دا ده، چې د ایران بریدونه تر ډېره ناکامه ول او دې بریدونو د اسرائیلو پوځي وړتیا ثابته کړه.

ایران د شنبې پر ورځ ناوخته په خپل لومړي غچ اخستونکي برید کې

د شنبې پر ورځ ناوخته ایران د سوریې پر سفارت د اسرائیلو د برید په غچ کې پر اسرائیلي خاوره لږ تر لږه ۲۰۰ چاودېدونکي ډرون او توغندي وتوغول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!