Connect with us

تازه خبرونه

مونږ د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره باعزته اړیکې غواړو – متقي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر ويلي؛ اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره داسې باعزته اړیکې غواړي، چې د دواړو خواوو وقار په کې خوندي وي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ويلي، که واشنګټن له کابل سره سیاسي او اقتصادي تعامل غواړي، اسلامي امارت کومه ستونزه نلري.

امیر خان متقي ټینګار کوي؛ اسلامي امارت به اجازه ورنکړي، چې افغانستان بیا د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د منفي سیالۍ ډګر شي.

هغه په ​​دې باور دی، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمول به هم اغېز ولري.

نوموړي زیاته کړې؛ دوی غواړي، چې افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره د اړیکو مرکز وي.

متقي له بي بي سي سره په خبرو کې همدارنګه ټينګار کړی، چې د اسلامي امارت د رهبر او د سترې محکمې د رییس د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې حکم ناعادلانه او ظالمانه دی او دا کار د افغانستان او نړۍ ترمنځ په اړیکو کې هیڅ اغېز نلري.

امیر خان متقي همدارنګه په اسلام‌آباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي نه‌ګډون د غونډې په اړه د شکونو لامل وباله او وایي، چې دا غونډه د افغانستان په ګټه نه‌وه.

د یادونې ده، چې دوه اوونۍ مخکې په اسلام‌آباد کې د نجونو د زدکړې په اړه د اسلامي هېوادونو غونډه راببل شوې وه.

تازه خبرونه

اطاعت او احترام په اسلامي امارت کې یو ذاتي اصل دی- ملا برادر

ملا عبدالغني برادر په کابل کې د عزیزي ګروپ د ځینو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې زیاته کړه، چې د اسلامي امارت تمرکز د شریعت پر تطبیق او د هېواد پر آبادۍ دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي، چې اطاعت او احترام د اسلامي امارت یو ذاتي اصل دی، چې په هر حالت کې به دوام وکړي.

ملا عبدالغني برادر په کابل کې د عزیزي ګروپ د ځینو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې زیاته کړه، چې د اسلامي امارت تمرکز د شریعت پر تطبیق او د هېواد پر آبادۍ دی.

ملا برادر له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره دې مثبت تعامل وکړي؛ ځکه د سیاسي او اقتصادي فشارونو کارول د هیڅ لوري پر ګټه ندي او کومه پایله به هم ورنکړي.

برادر زیاته کړې؛ د نړۍ تاریخ ثابته کړې، چې فشارونو هیڅکله تعامل او اریکو ته لار اواره کړې نده، بلکې ملتونه او هېوادونه یې نور هم بېل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت چارسمبالی (سرپرست ) محمد یعقوب مجاهد هم ولي؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره په هغو مواردو کې تعامل ته چمتو دی، چې د ملي ګټو پر ضد نه‌وي.  

Continue Reading

تازه خبرونه

له طالبانو وروسته فکر یو خوب او خیال دی – فصیح الدین فطرت

فصیح الدین فطرت په کابل کې د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د نویو روغتیايي څانګو د پرانستې په مراسمو  کې د اسلامي امارت له  مخالفانو وغوښتل، چې افغانستان ته راشي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت د  وسلوال پوځ لوی درستیز د ویانا غونډې ته په غبرګون کې ويلي؛ هغه کسان، چې له افغانستان څخه تښتيدلي او په خپلو غونډو کې له «طالبانو وروسته» افغانستان په اړه فکر کوي؛«یو خوب او محال» دی.

فصیح الدین فطرت په کابل کې د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د نویو روغتیايي څانګو د پرانستې په مراسمو  کې د اسلامي امارت له  مخالفانو وغوښتل، چې افغانستان ته راشي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

فطرت زياته کړې: “دوى دې هم د افغانستان دننه راشي. دوی ته بلنه ورکړ شوې. الحمدلله افغانستان نن په بشپړ امنیت کې دی.”

له بلې خوا د ملي دفاع وزارت چارسمبالي (سرپرست ) هم ویلي، چې دوی هم غواړي د نړیوالې ټولنې تر څنګ ژوند وکړي او نه غواړي، چې بیا د هېواد د اشغال زمینه برابره شي.

محمد یعقوب مجاهد ویلي؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره په هغو مواردو کې تعامل ته چمتو دی، چې د ملي ګټو پر ضد نه‌وي.

هغه زیاتوي؛ د خلکو ستونزې باید په داسې ډول حل شي، چې “نه سیخ وسوځي او نه کباب.”

مجاهد وايي: “خدای مه کړه؛ داسې ونشي، چې د یوې ستونزې پر حل څلور یا پېنځه نورې ستونزې رامنځته کړو.”                               

Continue Reading

تازه خبرونه

د جرمونو په نړیواله محکمه کې د افغانستان غړیتوب بې اعتبار دی – اسلامي امارت

اسلامي امارت نن (پنجشنبه د کب دوه‌یمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د عدالت او انصاف پر ځای د سیاسي غوره توبونو پر بنسټ عمل کړی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې: د جرمونو په نړیواله محکمه کې د افغانستان غړیتوب، چې په پخواني حکومت کې ترلاسه شوی و؛ هیڅ راز حقوقي اعتبار نلري.

اسلامي امارت نن (پنجشنبه د کب دوه‌یمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې د عدالت او انصاف پر ځای د سیاسي غوره توبونو پر بنسټ عمل کړی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: “په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان په ګډون په میلیونونه بې ګناه خلک، چې ډېری یې ښځې، ماشومان او په ټولیزه توګه ملکي وګړي دي؛ ځپل شوي او وژل شوي، خو دا “محکمه” د دې پراخو ظلمونو په اړه چوپه خوله پاتې شوې ده.”

د خبرپاڼې له مخې: “پورته ذکر شوی جوړښت د نیواکګرو او د هغوی د ملګرو په اړه هیڅ پوښتنه یا یادونه نده کړې، چې د افغانستان د عامو خلکو پر وړاندې یې جنګي جرمونه کړي او په پایله کې یې کلي، تعلیمي مرکزونه، جوماتونه، روغتونونه او د واده مراسم په بشپړه توګه ویجاړ؛ ښځې، ماشومان، زاړه خلک او حتا په زرګونه بندیان لاس‌تړلي شهیدان شوي، چې نه یې پوښتنه کړې او نه د دوی د ظالمانه کړنو مخه نیول شوې ده.”

اسلامي امارت څرګنده کړې، چې د نړۍ ډېري لوی هېوادونه د دې محکمې غړي ندي او د افغانستان غړیتوب، چې “تل د اشغال او استعمار لخوا ځپل شوی” نا اړین دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!