Connect with us

تازه خبرونه

مونږ د افغانستان په اړه عملي تګلارې په پام کې نیولي – ازبکستان

سعیدوف د چارشنبې پر ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو نهه‌اویایمې سرمشریزې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان له منځنۍ آسیا څخه یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د سیمې ثبات او پرمختګ د افغانستان د ستونزې له حل سره تړاو لري.

خپور شوی

د

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي؛ هېواد یې د افغانستان په اړه عملي تګلارې په پام کې نیولي او د دغه هېواد د اقتصادي بیارغونې، ټرانسپورت او انرژۍ د بېخبناوو د پراختیا لپاره مرستې کوو.

سعیدوف د چارشنبې پر ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو نهه‌اویایمې سرمشریزې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان له منځنۍ آسیا څخه یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د سیمې ثبات او پرمختګ د افغانستان د ستونزې له حل سره تړاو لري.

هغه په افغانستان کې پر شته ستونزو خپله خواشینې څرګنده کړې او وایي، چې نړیوالې ټولنې یې حل له پامه غورځولی دی.

سعیدوف ویلي: ازبکستان د افغانستان په اړه عملي تګلاره لري. مونږ د اقتصادي بیارغونې او د ټرانسپورټ او انرژۍ د بېخبناوو په پراختیا کې خپلې مرستې روانې ساتو.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې په ترمذ ښار کې به د افغانانو لپاره د زده‌کړې مرکزونه جوړ کړي.

سعيدوف په ترمذ کې د نړيوال سوداګريز مرکز جوړولو ته نغوته کړې او وايي، چې موخه يې د سوداګرۍ لپاره د مناسب چاپېريال رامنځته کول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر اقتصاد محوره تعامل او اړیکو ټینګار څرګند کړی دی.  

تازه خبرونه

تحول: د اوکراین او روسیې د جګړې له غځېدو اندېښنه

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

د زابل ولایت عمري یا توري بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

ملا عبدالغني برادر د عمري بند پرانیست‌غونډې ته څرګنده کړې: هره ژمنه، چې اسلامي امارت کوې؛ ان شاءالله عملي کیږي.

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال نن (پنجشنبه د تلې پېنځمه) په زابل ولایت کې د عمري بند د پرانیستې مراسمو ته د خبرو پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت ورسره کړې ژمنې عملي کړي او حکومت به په دېه ولایت کې نورې پروژې هم پلي کړي.

ملا عبدالغني برادر د عمري بند پرانیست‌غونډې ته څرګنده کړې: هره ژمنه، چې اسلامي امارت کوې؛ ان شاءالله عملي کیږي.

توري بند، چې تازه عمري بند نومول شوی؛ د اوبو او انرژۍ وزارت د ١٢٧ ميليون افغانيو پر لګښت جوړ شوو چې له مرکز کلات ښار څخه څلور کيلومټره لرې پروت دی.

دا بند د موسمي سېلابونو د راټولولو، کرنيزو ځمکو د خړوبولو او د ځمکې لاندې اوبو د زېرمو د پياوړتيا لپاره جوړشوی دی.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارسمبالي محمد یونس اخوندزاده ویلي: زمونږ هڅه دا ده، چې په زابل ولایت کې نور کارونه او خدمات هم ترسره کړو.

زابل یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کیږي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د پرمختیايي پروژې له پلي کېدو بې برخې و او اوس د زابل ولسونه له اسلامي امارت غواړي، چې د دغه ولایت د پرمختګ په برخه کې دې ته ورته نور ګامونه هم پورته کړي.

د یادونې ده، چې دغه بند ۲۳ مټره لوړوالي لري؛ توري بند د ۲ اعشاریه ۹ ميليون مټر مکعب اوبو د زېرمه کولو ، د ٥٦٠ هکټاره کرنيزې ځمکې خړوبولو او د اوبو ۶۱ کیلو واټ برښنا د توليدولو وړتيا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د دوحې تړون له بشري حقونو سره تړاو نلري- خلیلزاد

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د یوې چاودن له کبله ۱۳ امریکايي پوځیان او له ۱۷۰ ډېر ملکي افغانان وژل شوي او ۴۵ نور امریکايي پوځیان او ګڼ شمېر افغانان ټپیان شول.

Published

on

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي؛ د دوحې تړون د  بشري حقونو په اړه نه‌و، بلکې دا له افغانستان څخه د ځواکونو د خوندي وتلو پر شرایطو راڅرخېدلی دی.

د امریکا په کانګرس کې د هغه پرېکړه لیک د مسودې په غبرګون کې، چې له افغانستان څخه د ناورینوونکي وتلو په غبرګون کې د ولسمشر جوبایډن، د هغه د مرستیالې کامالا هریس او د دده په ​​ګډون د امریکا نور لوړ پوړي چارواکي غندلي؛ لیکلي: طالبانو (اسلامي امارت) هوکړه کړې، چې دوی به د افغانستان لپاره یو نوی حکومت جوړوي او د بشري حقونو پالیسي به په جلا توګه د دوی (طالبانو او نورو افغان وګړو) ترمنځ پر خبرو اترو جوړیږي.

د هغه په ​​وينا، په دغو خبرو اترو کې يو شمېر ترسره شوي؛ خو له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه له دې مخکې کومه هوکړه نده شوې.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي د دغه پرېکړه لیک د مسودې هغه برخه رد کړه، چې په کې ویل شوي؛ خلیلزاد پرته له کوم دلیل ادعا کړې، چې طالبان خپل مکلفیتونه پوره کوي او اساسي بشري حقونو ته درناوی لري.

خلیلزاد وايي: دا ادعا په بشپړه توګه دروغ ده. ما هیڅکله دا خبرې ندی کړي. زه حیران یم، چې دا ډول ادعا له کومه شوه.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې: ما هیڅکله د طالبانو( اسلامي امارت ) او د بشري حقونو په اړه د هغوی د ژمنو په اړه څرګندونې ندي کړي. د ولسي جرګې د بېلابېلو کمیټو پر وړاندې زما په حاضرېدو کې کله، چې له ما څخه وپوښتل شول: آیا زه پر طالبانو باور لرم، چې د پوځ او تروریزم په اړه خپلې ژمنې پوره کړي، زما ځواب تل دا و، چې مونږ د نړیوالو اړیکو په اړه خبرې کوو. دا داسې ډګر دی، چې پر هیچا باور نه‌کېږي، په تېره بیا پر طالبانو.

په هغو خبرو کې، چې د خلیلزاد لخوا په ایکس پاڼه کې خپرې شوي راغلي، چې هوکړه د شرطونو پر بنسټ شوې ده. د باور پر بنسټ نه. په تړون کې د امریکا د ژمنو عملي کېدل د اسلامي امارت د ژمنو په عملي کولو پورې تړلي وه، چې باید په پرله‌پسې ډول وارزول شي او تصویب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کول او د القاعدې په ګډون «ترهګرو» ډلو یا اشخاصو ته اجازه نه‌ورکول، چې د افغانستان له خاورې د امریکا او متحدینو امنیت ته ګواښ پېښ کړي، د دوحې د تړون برخه ده.

زلمي خلیلزاد د دغه پرېکړه لیک په غبرګون کې ویلي؛ جوبایډن پرېکړه کړې، چې د افغانانو تر منځ د سیاسي هوکړې له مخې به له وتلو سره مشروط نه‌وي. له دې وېرې، چې که بین الافغاني مذاکرات وغځول شي، نو اسلامي امارت به د امریکايي ځواکونو پر ضد خپل بریدونه بیا پیل کړي.

هغه وايي، چې سرتېرو (امریکایي ځواکونو) په داسې حالت کې پر زړورتیا عمل وکړ، چې د کابل د هوايي ډګر په شاوخوا کې د ګډوډۍ لامل شو.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د یوې چاودن له کبله ۱۳ امریکايي پوځیان او له ۱۷۰ ډېر ملکي افغانان وژل شوي او ۴۵ نور امریکايي پوځیان او ګڼ شمېر افغانان ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو په نهه‌اویایمه سرمشریزه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکا وتل یوه ستونزمنه؛ خو سمه پرېکړه وه، ځکه له دې سره د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!