تازه خبرونه

مونږ به په هیڅ صورت کې د اوبو له حقه تېر نه‌شو- د ایران د انرژۍ وزیر

Published

on

(Last Updated On: )

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان د چارشنبې پر ورځ (د زمري ۴ نېټه) له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې مونږ به په هیڅ صورت د اوبو له حقه تېر نهشو.

علي اکبرمحرابیان زیاته کړې، چې په هیرمند اوبو کې د ایران حق باید راخوشې او هېواد ته راورسیږي.

نوموړي زیاته کړې: مونږ به په هیڅ صورت تېر نه‌شو. دا، چې افغان لوری یوازې پر خوله دا حق پر رسمیت پېژني؛ بسنه نه‌کوي.

هغه بشپړ ټینګار کړی، چې: مونږ به هغه وخت راضي شو، چې د اوبو حق مو د تړون له مخې راخوشې او هېواد ته راورسیږي.

د افغانستان اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې د هلمند د سیند په حوزه کې د اوبو د مدیریت لپاره د ۱۳۵۱ کال له تړون سره په بشپړه توګه موافق دی.

د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت ویاند مطیع الله عابد ويلي، چې د اقلیمي بدلونونو له کبله ډېري ولایتونه په ځانګړي توګه په سویل کې له وچکالۍ سره مخ دي او په داسې شرایطو کې د ایران لپاره اوبه بسنه نه کوي.

د افغانستان او ایران د حکومتونو تر منځ په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې د شوې هوکړې له مخې؛ افغانستان مکلف دی، چې په کال کې ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.

Trending

Exit mobile version