تازه خبرونه

مولوي متقي د اسلامي همکاریو ټولنې له راغلي پلاوي سره ولیدل

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي مولوي متقي د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې له مرستیال او ځانګړي استازي سره وکتل.

دغه لیدنه د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د دغې ټولنې د دفتر د مشر محمد العیاش په حضور کې ترسره شوه.

دوی د دې ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د هغې پرېکړې پر پلي کولو بحث وکړ، چې دې ټولنې د ۲۰۲۱ کال د اسلام آباد په بېړنۍ ناسته کې ترې یادونه کړې وه.

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د اسلامي همکارۍ ټولنې د سرمنشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو، د نړیوالو ټولنو او د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې له د یو شمېر غړیو هېوادونو له سفیرانو سره وګوري.

طارق علی بخیت ویلي، د اسلامي همکاریو ټولنې غړي هېوادونه له افغانستان څخه ملاتړ کوي او د افغانستان اړتیاوې ورته مهمې دي او د هغو د پوره کولو لپاره په کابل کې مرکزي دفتر پرانیزي، چې د افغانانو اړتیاوې په سمه توګه پوره شي.

مولوي امیرخان متقي له دوی څخه مننه وکړه، چې کابل ته یې سفر کړی او غواړي د افغانانو وضعیت له نږدې وڅاري.

نوموړی وایي: دا د خوښۍ ځای دی، چې نوي حکومت په افغانستان کې امنیتي وضعیت د خیریه موسسو او نړیوالو مرستندویه موسسو لپاره خوندي کړې او له اړو خلکو سره یې د مرستې زمینه برابره کړې او د دوی د پرمختګ په لاره کې کوم خنډ او خطر نشته.

مولوي متقي همداراز له غړیو هېوادونو غوښتي، چې د افغانیو د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون لپاره کار وکړي.

ډاکټر بخیت ويلي: مونږ به په کابل کې د خپل دفتر پر پياوړي کولو کار وکړو، چې نور هم ښه کار وکړي.

هغه ټینګار کړی؛ په راتلونکې غونډه کې به دغه ټولنه د افغانستان په اړه بشپړ راپور وړاندې کړي، چې په رڼا کې به يې راتلونکي تصميمونه ونيول شي او کابل ته به څو سفرونه هم وکړي.

Trending

Exit mobile version