تازه خبرونه
مولوي متقي او ورسره مل پلاوی په رسمي بلنه اسلام آباد ته رسېدلی

د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې مولوي متقي به د پاکستان له حکومتي چارواکو سره د اقتصادي، سوداګریزو او د تګ راتګ د آسانتیاوو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
ټاکل شوې، چې د روسیې، امریکا، چین او پاکستان استازي نن په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته تللی، چې له پاکستاني چارواکو سره وګوري.
د اسلامي امارت ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي: د دغه سفر د اجنډا له مخې پر اقتصادي اړیکو، د تګ راتګ پر آسانتیاوو، کډوالو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو خبرې اترې کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ټویټ کړی، چې په دې پلاوي کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو، مالیې او سوداګرې وزارتونو چارسمبالي هم برخه لري.
دغه راز ټاکل شوې، چې اسلام آباد نن د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازیو په ګډون د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.
پخواني پاکستاني سناتور افراسیاب خټک ویلي، اسلامي امارت ته په دې ناسته کې بلنه نده ورکړ شوې.
پاکستان او چاپان د هغو هېوادونو له جملې څخه دي، چې په دې وروستیو کې امریکا ته د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو او د افغانیو د آزادولو وړاندیز کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز غوندې ګټورې بولي او وایي؛ دغه راز غونډې سیمه ییزې آسانتیاوې رامنځته کوي.
که څه هم تر اوسه اسلامي امارت کوم هېواد په رسمیت ندی پېژندلی؛ خو د اسلامي امارت پلاوي پدې وروستیو کې روسیې، پاکستان، ترکمنستان، ایران او چین ته سفرونه کړي دي.
نړیوالې ټولنې د بشري حقونو رعایت، د ښځو او نجونو حقونه، د ټولګډونه حکومت جوړول او له ترهګرۍ سره مبارزه د اسلامي امارت د حکومت پر رسمیت پېژندلو کې د شرطونو په توګه ټاکلې ده.
تېره ورځ د هند په پلازمېنه ډیلي کې د سیمه ییزو اته هېوادونو امنیتي سلاکارانو او منشیانو په نامه غونډه شوې، چې پاکستان او چین پکې ګډون و نه کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې نن به د افغانستان په تړاو د امریکا، روسیې، چین، او پاکستان درې اړخیزه ټرویکا نومې ناسته په اسلام اباد کې د کوربه پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي پر خبرو پرانیستل شي.