Connect with us

تازه خبرونه

مولوي متقي او امریکایي استازيو د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وکړې  

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

مولوي امير خان متقي او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ او د ښځو لپاره د دوی ځانګړې استازې رينا اميري ترمنځ په ټيليفوني خبرو کې دواړو لوريو پر اړوند موضوعاتو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ ټام ويسټ د افغانستان له مالي سکټور، په ځانګړي توګه بانکي او پولي نظام سره د خپل هېواد د خبرو د پرمختګونو او همدارنګ يو لړ نورو سیاسي او بشري موضوعواتو په اړه معلومات او اندونه شریک کړل .

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان په مالي برخه کې پرمختګ یو مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت په ډېرو برخو کې ستر پرمختګونه کړي دي.

مولوي متقي ویلي، امنیت ټینګ شوی، داعش ځپل شوی او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکاروي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست څرګنده کړې؛ له ننګونو سره سره د افغانستان بانکي سیسټم فعال دی، افغانۍ خپل ارزښت ساتلی، حکومت توانېدلی، چې خپلو ۵۰۰ زره پخوانیو کارکوونکیو او لسګونه زره نویو کارکوونکیو ته له توپیر پرته معاشونه ورکړي، نوې بودجه له کورنیو عوایدو څخه جوړه او تصویب شوې ده.

دغه راز رینا امیري د ښځو د تعلیم، کار او بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې او اندونه شریک کړل او پر حکومت یې غږ وکړ، چې په دې برخه کې اصلاحات راولي.

مولوي متقي ویلي، چې افغان ښځې د پوهنې، روغتیا، پاسپورټ او نورو برخو کې کار کوي. هغه زیاته کړې: د حجاب په اړه یو فرمان صادر شوی، چې افغان میرمنې ورسره کومه ستونزه نلري او د نشه يي توکو د منع فرمان هم صادر شوی او عملي شوی دی.

په پاى کې دواړو لوریو هوکړه کړې؛ د مهمو مسايلو د حل لپاره به متقابل عمل او زغم ته دوام ورکړي، چې ټول مسايل په ګډه حل شي.

تازه خبرونه

 په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نل‌لیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.

په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!