نړۍ
موساد د حزب الله په ۵ زره پیجرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه – رویټرز
د لبنان یوې امنیتي سرچینې ویلي: هغه پیجرونه، چې حزب الله یې د پېرودلو امر کړی و؛ ګولډ آپولو نومي تایواني شرکت جوړ کړي او لبنان ته لیږلي وه.

د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ اسرائیلو ۵۰۰۰ پیجرونه الوځولي، چې له کبله یې تر اوسه د حزب الله له ۱۰ ډېر کسان وژل شوي او نږدې درې زره ټپیان دي.
رویټرز په لبنان کې د یوې لوړ پوړې امنیتي سرچینې او یوې بلې سرچینې د څرګندونوله مخې په یوه راپور کې ویلي، چې د سې شنبې د ورځې له چاودنو مخکې د اسرائیلو د استخباراتو او ځانګړو عملیاتو ادارې موساد د حزب الله لخوا کارېدونکیو ۵۰۰۰ پیجرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات، چې په ټول لبنان کې د زرګونه پیجرونو د چاودنې لامل شول او یو شمېر خلکو ته یې مرګ او ژوبله اړولې، د حزب الله یوه بې ساري امنیتي ناکامي ده.
د لبنان یوې امنیتي سرچینې ویلي: هغه پیجرونه، چې حزب الله یې د پېرودلو امر کړی و؛ ګولډ آپولو نومي تایواني شرکت جوړ کړي او لبنان ته لیږلي وه.
د دې شرکت چارواکو ویلي، چې دوی دا پیجرونه پخپله نه تولیدوي؛ خو «ګولډ آپولو» نومي یوه اروپايي کمپنۍ د دغو وسایلو جوړونکې ده.
اسرائیلو تر اوسه په رسمي توګه د حزب الله د غړو د پیجرونو په چاودنه کې د دوی د استخباراتي ادارې لاس لرلو تورونو ته غبرګون ندی ښودلی.
که څه هم په لبنان کې د ایران ملاتړي وسلهوال په دې باور دي، چې اسرائیل په مستقیم ډول پدې عملیاتو کې ښکېل ول او باید د حزب الله غچ اخیستونکي ځواب ته پر تمه اوسي.
رویټرز په خپل راپور کې د څو سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي؛ داسې ښکاري، چې دا عملیات څو میاشتې مخکې پلان شوي وه.
د دغه راپور له مخې؛ حزب الله مخکې له دې د تایوان له یوې کمپنۍ سره، چې د روان کال په لومړیو کې لبنان ته ورسېدل؛ د ۵۰۰۰ پیجرونو د پېرودلو غوښتنه کړې وه.
دوه سرچینو رویټرز ته ویلي، چې د حزب الله وسلهوالو له دې پیجرونو څخه یوازې د متني اړیکو د ټیټې تخنیکي وسیلې په توګه کار اخیسته، چې اسرائیل دوی ونهڅارلی شي.
د لبنان لوړ پوړیو سرچینو دا ادعا هم کړې، چې د اسرائیلو جاسوسي ادارې د تولید په مرحله کې د پیجر وسایلو کې لاسوهنه کړې.
د دې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ موساد په دې پیجرونو کې داسې تختې لګولې وې، چې ان سکنرونو هم کشفولی نشوې او یوازې پخپل ځانګړي شفر فعالېدل.
دې سرچینې زیاته کړې، چې د دې پیجرونو ۳۰۰۰ وسیلې په یوه وخت کې د شفري پیغام پر لیږلو چاودنه کړې.
یوې بلې امنیتي سرچینې رویټرز خبري سرچینې ته ویلي، چې په نویو پېرودل شویو پیجرونو کې تر درې ګرامه پورې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وه.
د حزب الله یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رویټرز ته ویلي، چې دا چاودنې د اوکتوبر پر اوومه د اسرائیلو او حماس ترمنځ د غزې د جګړې له پیل راپدېخوا د دې ډلې لویه امنیتي نیمګړتیا پرګوته کوي، چې د لبنان جنوبي سرحدونو ته هم غځول شوې ده.
د رویټرز سره په خبرو کې د منځني ختیځ لپاره د ملي استخباراتو پخواني مرستیال جوناټن پانکوف دا چاودنې په وروستیو لسیزو کې د حزب الله تر ټولو ستره استخباراتي او ضد استخباراتي ناکامي یاده کړې ده.