Connect with us

تازه خبرونه

ملګري ملتونه د دویم پړاو ټاکنو لپاره چمتوالی نیسي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازوالۍ ویلي، چې که ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي؛ دغه بنسټ به له ټولو ممکنه لارو کار واخلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ژر تر ژره بیا ټاکنې ترسره کړي.

داسې ښکاري، چې ولسمشریزې ټاکنې په لومړي پړاو کې بریالی نلري او یو ځل بیا به ولسمشر غني او داکتر عبدالله  عبدالله د ټاکنیزې سیالۍ ډاګر ته ورودانګې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ  مرستیال توبي لینزر وایي؛ برخلیک ټاکنونکې پرېکړه باید د ټاکنیز شکایتونو کمیسیون وکړې. که ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي دغه دفتر به له ټولو ممکنه لارو کار واخلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ژر تر ژره بیا ټاکنې ترسره کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند میرزا محمد حق پرست ویلي، چې د دویم ځل ټاکنو د ترسره کیدو لپاره پوره چمتوالی لري؛ خو د ژمي په موسم کې د ټاکنو ترسره کیدل ناشوني دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړی قطب الدین رویدار ویلي، اوس نور وخت هم لرو او دا به له وخت مخکې وي، چې د ټاکنیزو شکایتونو پر پرېکړه خبرې وکړو.

که څه هم ډېري باوري دي، چې ټاکنې دویم پړاو ته ځي.

د ټاکنود خپلواک کمېسیون پخوانی رییس دوواد علي نجفي ویلي، چې که د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون له خپلو قانوني صلاحیتونو سرغړونه وکړي؛ پرته له شکه ټاکنې دویم پړاو ته ځي.        

که د ولسمشریزو ټاکنو په لومړی پړاو کې هیڅ یو نوماند پنځوس جمعه یوه رایه پوره نکړې؛ د قانون له مخې د وروستۍ پایلې له اعلان وروسته دویم پړاو ټاکنې ۱۵ ورخې وروسته ترسره کیږي.

څارونکې بنسټونو ویلي، چې د ټاکنو کميسیون د دویم پړاو ټاکنو د ترسره کیدو وړتیا نلري.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!