Connect with us

تازه خبرونه

ملګري ملتونه په افغانستان کې له جنسیتي توپیره اندېښمن دي

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال ویلي: مونږ د افغانستان له واکمنو سره د چارسمبالي حکومت په توګه چلند کوو، له هغوی سره د افغانستان د رسمي حکومت په توګه چلند نه‌کېږي.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په افغانستان کې جنسیتي تبعیض یوه اساسي ستونزه بولي وایي، چې د افغان ښځو حقونو ته باید درناوی وشي.

فرحان الحق د دې ټولنې په مرکزي دفتر کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ملګري ملتونه د دوحې په غونډه کې د افغانستان له واکمنانو سره د افغانستان د قانوني او رسمي حکومت په توګه چلند نه‌کوي.

فرحان الحق ويلي: زه غواړم تاسې ته د جنډر د تبعیض په اړه ووایم، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال تېر کال افغانستان ته سفر کړی و او جنسیتي تبعیض یې یوه لویه اندېښنه وبلله.

هغه ویلي وه؛ مونږ ځان ډاډمنوو، چې افغان میرمنو ته داسې درناوی وشي، چې په نورو هېوادونو کې ورته کیږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال همداراز زیاته کړې: مونږ د افغانستان له واکمنو سره د چارسمبالي حکومت په توګه چلند کوو، له هغوی سره د افغانستان د رسمي حکومت په توګه چلند نه‌کېږي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په شپږ‌پنځوسمه غونډه کې خبرداری ورکړی، چې د اسلامي امارت تر واک لاندې د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی پیاوړی او پراخ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ پر مهال د ښځو له حقونو څخه هر ډول سرغړونې ردوي او په دې برخه کې اندېښنې بې بنسټه او له کرکې ډکې بولي.

 

اړوند نور خبرونه: 

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو له بشري حقونو څخه سرغړونه ارزوي

په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

تازه خبرونه

په دوحه کې د افغانستان په اړه درېیمه ناسته پیل شوه

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزماري ډیکارلو ویلي: زه خوشاله یم، چې په دې غونډه کې له مونږ سره اړوند پلاوي شته او واکمنو چارواکو د لومړي ځل لپاره له مونږ ګډون کړی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

نن یکشنبه د چنګاښ لسمه د ملګرو ملتونو پر کوربتوب د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو پر ګډون د دوحې درېیمه ناسته پیل شوه او دوه ورځې به روانه وي.

 د ملګرو ملتونو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د بانکي او مالي وضعیت او له نشه‌يي توکو سره پر مبارزه خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله وايي، خوشاله ده، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت استازو ګډون کړی دی.

د دې ناستې په څنډه کې د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د روسیې، ازبکستان او هند له استازو سره وکتل او دغو هېوادونو د اسلامي امارت له دریځه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله روزماري ډیکارلو ویلي: زه خوشاله یم، چې په دې غونډه کې له مونږ سره اړوند پلاوي شته او واکمنو چارواکو د لومړي ځل لپاره له مونږ ګډون کړی دی.

د ملګرو ملتونو په دې دوه ورځنۍ ناسته کې به د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو ځانګړي استازي د اسلامي امارت له پلاوي سره د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې خبرې وکړي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي: له کابل څخه رښتیني حقایق نه ځلیږي. اوس هم که کابل ته لاړ شئ وبه ګورئ، چې نجونې په دارالعلومو کې زده‌کړې کوي.

دغه راز د دې ناستې په څنډه کې د اسلامي امارت د مرکچي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د روسیې، ازبکستان او هند له استازو سره وکتل او دغو هېوادونو د اسلامي امارت له دریځه خپل ملاتړ څرګند کړ. په دغو ناستو کې د افغانستان او دغو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.

د ریاست الوزراء سياسي مرستيال هم د اسلامي امارت ګډون د یوه مسوول حکومت په توګه د ارزښت وړ یاد کړ او وایي؛ دا ډول غونډې له نړۍ سره د خبرو اترو او تعامل یو ښه فرصت دى.

اړوند خبرونه:

ډېري هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي

د افغانستان اسلامي امارت پلاوی قطر ته روان شو

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان بانک چارسمبالی د IFSB په غونډه کې د ګډون لپاره جیبوټي ته ولاړ

د اسلامي مالي خدماتو بورډ یا (IFSB) یوه نړیواله اداره ده، چې د اسلامي مالي خدماتو سکټور د ثبات او پیاوړتیا لپاره معیارونه رامنځته کوي او خپروي. د افغانستان بانک، د اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او یو شمېر نړیوال بنسټونه د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ غړي دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان بانک ويلي، چې د دې بانک چارسمبالی هدایت الله بدري د یوه پلاوي پر مشرۍ جیبوټي ته تللی، چې د اسلامي مالي خدماتو بورډ (IFSB) په دوه‌ویشتمه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي، چې د روان کال د جولای پر لومړۍ او دوه‌یمه به جوړه شي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري ویلي؛ په دې غونډه کې به مالي بورډ د کړنو او راپور په اړه د بحث ترڅنګ د اسلامي بانکدارۍ اړوند معيارونو، مالي شرکتونو او بانکونو پر ښه مديريت، اسلامي بانکدارۍ ډيجيټل کېدو اغېزې او اسلامي بانکدارۍ ودې بحث او خبرې کیږي.

اقتصاد پوهان دا ډول غونډې د افغانستان بانک د فعالیت د ښه‌والي او د بانکي خدمتونو د منظموالي لپاره اړینې ګڼي.

د اسلامي مالي خدماتو بورډ یا (IFSB) یوه نړیواله اداره ده، چې د اسلامي مالي خدماتو سکټور د ثبات او پیاوړتیا لپاره معیارونه رامنځته کوي او خپروي. د افغانستان بانک، د اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، اسلامي بانکونه او یو شمېر نړیوال بنسټونه د اسلامي مالي خدمتونو د بورډ غړي دي.

اړوند خبرونه: 

په کابل کې د افغانستان بانک د عالی شورا دوه ورځنۍ ناسته جوړیږي

د افغانۍ ارزښت او په بانکونو کې د پیسو کچه مخ پر ښه کېدو ده – د افغانستان بانک

Continue Reading

تازه خبرونه

ډېري هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له ټولو هېوادونو سره پر ښه او مثبت تعامل د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت د هراړخیزې سیاسي تګلارې په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او پراختیا غواړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني او د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق متحده عربي اماراتو ته خپل وروستي سفرونه د اړیکو د پراختیا لپاره مهم یاد کړل او وایي، چې ډېري هېوادونه له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دي.

سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق دغه څرګندونې تېر ماښام (شنبه د چنګاښ نهمه) د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.

دوی د تلپاتي امنيت د خوندیتوب په اړه له خپلو هڅو يادونه هم وکړه او وایي، چې د ادارو ترمنځ ښې همغږۍ او هر اړخيز امنيتي پلان خلکو ته د ډاډمن امنيت زمينه برابره کړې ده.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له ټولو هېوادونو سره پر ښه او مثبت تعامل د ټینګار ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت د هراړخیزې سیاسي تګلارې په رڼا کې له ټولو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او پراختیا غواړي.

ویل کیږي، چې د مثبتو تعاملاتو په پایله کې له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې مخ پر پراختیا دي او دا د اسلامي نظام د سیاسي پرمختګ پوره ښکارندویي کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!