Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنیدو بهیر ځنډولی

خپور شوی

د

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره یې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنولو بهیر ځنډولی؛ خو د افغانستان د کډوالو او راستنید ونکیو چارو وزارت په دې اړه څه نه وایي.

د تورخم او چمن لارو له تړلو وروسته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ اعلان کړی، چې د کوید – ۱۹ ویروس د مخنیوي لپاره له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو بهیر ځنډول شوی دی.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان سره د پاکستان د تورخم او چمن بندرونو له رسمي تړل کیدو وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو څانګې مونږ ته وویل، چې له پاکستان څخه په داوطلب ډول د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ د کووید ۱۹ ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره ځنډول شوې ده.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ اوس په پاکستان کې ۱،۴ میلیون ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي.

له دې مخکې افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو مسوولینو له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ایستلو اندېښنه ښودلې وه او ټینګار یې کړی و، چې دا چاره به په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو لامل شي.

په ولسي جرګه کې د غور استازی کرام الدین رضازاده ویلي: دا یو ښه کار دی او له ټولو کوربه هېوادونو غواړو، چې په سیمه کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دا سپارښتنه په پام کې ونیسي.       

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۲ ته رسیدلې او افغان چارواکو ویلي، چې دا ټول له ایران څخه راستانه شوي کډوال دي.

تازه خبرونه

د افغانستان د وګړو یو پر درېیمه برخه له لوږې سره مبارزه کوي – د خوړو نړیوال پروګرام

دې پروګرام دا ټینګار هم کړی، چې د افغانستان د وګړو یو پر درېیمه برخه له لوږې سره مبارزه کوي.

Published

on

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په راتلونکو ۶ میاشتو کې د افغانستان د ډېرو زیان منونکو کورنیو د ملاتړ لپاره ۴۵۱ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

دې پروګرام دا ټینګار هم کړی، چې د افغانستان د وګړو یو پر درېیمه برخه له لوږې سره مبارزه کوي.

د چارشنبې پر ورځ؛ د غویی اووه‌لسمه د ملګرو ملتونو پورې تړلې دې ادارې په ایکس پاڼه کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د دې پروګرام د څرګندونو له مخې: ” که افغانستان یوازې ۱۰۰ کسان ولري؛ نو ۵۰ به یې د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري؛ خو د افغانستان نفوس ۱۰۰ کسان ندي دا ۴۶ میلیون دي، چې نږدې درېیمه برخه یې له لوږې سره مبارزه کوي.”

افغانستان اوسمهال پرله‌پسې څلورم کال دی، چې له وچکالۍ، اقتصادي ناورین او طبیعي پېښو له لړۍ سره مخ دی او له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو روانې جبري ایستنې وضعیت نور هم نازک او خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ادارو د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۳ کال له وروستیو څخه له ۲.۴ میلیون څخه ډېر خلک له ګاونډ هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. ډېری یې هېواد ته پرته له سرچینو یا خورا محدودو اسانتیاوو را داخل شوي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به نږدې ۲۳ میلیون خلک، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي او بشري مرستو ته به اړتیا ولري.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وړاندویېنه کوي، چې سږ کال به ۳.۵ میلیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي. دا پدې معنا، چې په هرو لس ثانیو کې یو ماشوم له خوارځواکۍ سره مخ کیږي.

سره له دې، چې اړتیاوې یې مخ پر زیاتېدو دي؛ بشري مرستې اوس هم محدودې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د اورښت کمښت د اندېښنې وړ دی ـ ملګري ملتونه

دې ټولنې په یوه راپور کې، چې نن (پنجشنبه) خپور شوی ویلي؛ د افغانستان د شمال فاریاب او جوزجان ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي او د دې هېواد جنوب هلمند، لویدیځ هرات، شمال ختیځ کندوز او ختیځ ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې له بېړني حالت سره مخ دي.

Published

on

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ويلي، چې د بارانونو کمښت او د واورې ویلې کېدا په افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه نوره هم پراخه کړې ده.

دې ټولنې په یوه راپور کې، چې نن (پنجشنبه) خپور شوی ویلي؛ د افغانستان د شمال فاریاب او جوزجان ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي او د دې هېواد جنوب هلمند، لویدیځ هرات، شمال ختیځ کندوز او ختیځ ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې له بېړني حالت سره مخ دي.

اوچا ټینګار کړی؛ په افغانستان کې تودوخه له منځنۍ کچې لوړه شوې او په راتلونکو میاشتو کې د لږ باران تمه کیږي، چې دا به د کرنې حاصلات کم کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ماشومانو ژغورنې نړیوال بنسټ په افغانستان کې د روغتیايي چارو پر دوام ټینګار وکړ

شریف راستنېدونکو ته د روغتیایي چارو د وړاندې کولو لپاره د دې بنسټ د هڅو په اړه معلومات او هغوی ته یې په افغانستان کې د روغتیایي چارو د وړاندې کولو لپاره د چمتووالي ډاډ وړاندې کړ.

Published

on

د روغتیا وزارت نن پنجشنبه (د غویی اته‌لسمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دې وزارت چارسمبالي نور جلال جلالي په کابل کې د ماشومانو ژغورنې نړیوال بنسټ له مشر عبدالرحمن شریف سره ولیدل.

شریف راستنېدونکو ته د روغتیایي چارو د وړاندې کولو لپاره د دې بنسټ د هڅو په اړه معلومات او هغوی ته یې په افغانستان کې د روغتیایي چارو د وړاندې کولو لپاره د چمتووالي ډاډ وړاندې کړ.

نور جلال جلالي له دې بنسټ څخه د ډېرو نورو همکاریو غوښتنه وکړه او د مرستو پر اغېزمن مدیریت او د کیفیت لرونکو روغتیایي چارو پر وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.

هغه ويلي؛ مونږ هڅه کوو، چې د هېواد روغتيايي سکټور په تدريجي بڼه د ځان‌بسياينې پر لوري بوځو او په راتلونکي کې د يو باثباته او ځواکمن روغتيايي سيسټم پر لرلو وکولی شو د هېواد ټولو وګړو ته غوره کيفيت لرونکې چارې وړاندې کړو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!