تازه خبرونه
ملګرو ملتونو ۲۳۵۰۰ افغان روغتیايي کارکوونکیو ته خپله معاشونه ورکړي
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ ملګرو ملتونو تېره میاشت په ټول افغانستان کې نږدې ۲۳۵۰۰ روغتیایي کارمندانو ته نږدې ۸ میلیون ډالر معاشونه ورکړي دي.
دا د افغانستان مخ پر ځوړ روان اقتصاد ته د وردننه کېدو لپاره یوه آزموینه ده.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو ان ډي پي) او د خواړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په ګډه د روغتیا په برخه کې د نړیوال بانک لخوا تمویل شوی یو پروګرام بیا پیل کړ. نړیوال بانک د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واک ته له رسیدو وروسته د روغتیایي پروګرام تمویل درولی و.
ملګري ملتونه میلیونونو افغانانو ته، چې د سختې قحطۍ په څنډه کې دي د بشري مرستو د چمتو کولو لپاره د نغدو پیسو راټولولو په هڅه کې دي. د دې ترڅنګ دغه اداره اوس هڅه کوي، چې په افغانستان کې اقتصادي، روغتیايي او ښوونیزې هڅې د له منځه تلو له ناورینه وژغوري.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د آسیا- پاسیفیک څانګې مشرې کاني ویګاناراجا رویټرز ته ویلي: یو چا باید یو څه کړي وه. مونږ نه یوازې د روغتیایي پاملرنې د سیسټم له سقوط سره مخ یو، بلکې مالي سیسټم هم د له منځه تلو په حال کې دی.
ویګناراجا زیاته کړې: نړیوال صندوق له مالي پلوه او مونږ یې د وېش په اړه د پلي کولو خطر منلی. مونږ وښودله، چې دا کار شونی دی. دا تګلاره کاري ده. دا یوه ډېره اوږده لار ده، چې لږ تر لږه د دې هېواد د خلکو اقتصاد خوندي کولی شي.
نړیوال صندوق ۱۵ میلیون ډالر ورکړي، چې نږدې اته میلیون ډالر یې د روغتیايي کارکوونکیو پر معاشونو او پاتې نور یې د لومړنیو طبي وسایلو، اړینو درملو او اکمالاتو په برخه کې لګول شوي دي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام افغانستان ته د پیسو د لیږد او له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۱ هغو کې روغتیايي کارکوونکیو ته د وېشلو کار تر سره کړی دی.
ويګناراجا ويلي، چې د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام د پيسو يوه برخه د افغانستان نړيوال بانک ته لېږلې او وروسته يې د پيسو د وېش لپاره د پپیسو يو لوى وړاندې کوونکى کارولی، چې د امنيتي دلايلو له کبله يې ونه غوښتل، چې نوم يې واخيستل شي.
د دغو روغتيايي کارکوونکیو معاشونه، چې په شاوخوا ٢٢٠٠ روغتيايي مرکزونو کې کار کوي؛ د هغو بانکي حسابونو ته استول شوي او ٢٥٠٠ نور روغتيايي کارکوونکي، چې په لرې پرتو سيمو کې کار کوي، ډېر ژر به خپل معاش نغد ترلاسه کړي.
ویګناراجا ویلي، د معاشونو ورکولو دې بهیر کورنیو هیله مندې کړې او دا پروګرام به تر راتلونکیو درې میاشتو د روغتیا نړیوالې ټولنې او یونیسف لخوا روان وساتل شي.
دغه راز زیاته شوې، پرته له دې به ټول ډاکټران، نرسان او تخنیکي کارمندان به رښتیا هم له پولو اوښتي وه.
د یو ان ډي پي چارواکو ويلي؛ په داسې حال کې، چې معاشونه پ دې ډول ورکول کېږي، ملګري ملتونه دې له نړیوال بانک سره خبرې وکړي، چې د دې پروګرام د بیا پیلولو په صورت کې د دې پروګرام د پر مخ بیولو او یا د اجازې د نه ترلاسه کولو په صورت کې نورې ګډې لارې چارې ولټوي.
ویګناراجا دا هم ویلي، چې روغتیایي کارمندانو ته د معاشونو ورکولو تېره میاشت د ځینو بانکونو په پرانستلو کې مرسته وکړه. کله، چې د ځایي ټولنو اقتصادي فعالیت پیل شي او خلک وکولی شي له دې بانکونو څخه پیسې وباسي او یا یې زیرمه کړيګ نو بانکونه به وکولی شي خپلې سیمه ییزې څانګې بېرته پرانیزي.
د ملګرو ملتونو دې چارواکې ویلي، چې د دغه پروګرام له بریالۍي کېدو وروسته به په راتلونکیو میاشتو کې افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد لپاره له رسمي بانکي سیسټم او د پولي خدمتونو له وړاندې کوونکیو څخه کار واخلي؛ خو دا ډاډ هم شته، چې د ملګرو ملتونو ادارې به هم افغانستان ته د امريکايي ډالرو د راوړلو اړتيا وڅاري.
تازه خبرونه
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.
ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.
ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمهييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.
د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نههویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.
دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.
د خصوصي سکتورغړي هم وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام لهخوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.
تازه خبرونه
په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه
په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.
دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.
افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.
چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.
د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.
د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.
افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
نړۍ3 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه4 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
تازه خبرونه4 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي