تازه خبرونه
ملګرو ملتونو په ننګرهار کې د خونړي برید غندنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس د ننګرهار ولایت د غني خېل ولسوالۍ پر دولتي ودانۍ د شنبې د ورځې خونړی برید غندلی، چې په کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دی.
ملګرو ملتونو د ګوتیرس د څرګندونو له مخې ویلي، چې عاملان یې باید محاکمه شي.
په خبر پاڼه کې راغلي: “د میګرو ملتونو عمومي منشي په افغانستان کې د جګړې د سوله ییز حل پر اړتیا ټینګار کړی. ملګري ملتونه په دې مهمه مبارزه کې د افغانستان له خلکو او حکومته ملاتړ کوي.
دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ملکي وګړیو پر وژنه خپله غصه په ډاګه کړې ده.
یوناما ویلي، فراطیان او ویجاړونکي باید له بریدونو ډډه وکړي.
اذ ننګرهار په غني خېل کې د شنبې پر ورځ خونړی برید په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازیو خبرې پیل شوې دي، دوی غواړي، چې په هېواد کې روانه ۴۰ کلن جنګ ودروي؛ هغه جنګ، چې له زرګونه خلکو یې ژوند اخیستی او میلیونونه بې ځایه شوي دي.