تازه خبرونه
ملګرو ملتونو مارکوس پوتزل په افغانستان کې د خپل نوي مرستیال په توګه وټاکه

(Last Updated On: )
ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ د جرمني دیپلومات مارکوس پوتزل په افغانستان کې د خپل نوي مرستیال په توګه وټاکه.
د دې بنسټ د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي؛ پوټزل به په افغانستان کې د اوس لپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) مسوو هم وي.
پوتزل له ۲۰۱۴ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په کابل کې د آلمان سفیر و.
د جمعې پر ورځ وروسته له هغې دا اعلان وشو، چې دیبرا لاینز تېره اوونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازې په توګه خپله دوره پای ته ورسوله.
تر دې دمه څرګنده نده، چې د ملګرو ملتونو دا استازی به کله په دې هېواد کې خپله دنده پیل کړي.