تازه خبرونه
ملګرو ملتونو له اسلامآباد څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر پلان اندېښنه څرګنده کړه
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) دفتر ویلي، چې دوی به له (IOM) سره د دې کړنې په اړه د پاکستان له حکومت څخه وضاحت وغواړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ(UNHCR) او د کډوالۍ نړیواله ټولنه(IOM) د پاکستان د حکومت د وروستۍ پرېکړې په اړه، چې له اسلامآباد څخه د استوګنې کارت (PoR) او د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي افغان کډوال وباسي؛ اندېښنه څرګنده کړې ده.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) دفتر ویلي، چې دوی به له (IOM) سره د دې کړنې په اړه د پاکستان له حکومت څخه وضاحت وغواړي.
د دغو ادارو د اعلان له مخې؛ د پاکستان حکومت د پي او آر کارت لرونکو ته د ۲۰۲۵ کال د جون تر دېرشمې پورې او هغو پناه غوښتونکو ته، چې درېیم هېواد ته د سفر لپاره تم دي؛ د مارچ تر دېرشمې وخت ورکړی، چې له اسلامآباد څخه ووځي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول د خپلې پرېکړې په اړه څه ندي ویلي؛ خو د ډان نیوز د راپور له مخې؛ حکومتي چارواکو سپارښتنه کړې، چې دا پلان دې د خلکو له خبرتیا پرته پلي شي.
په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د ننګونو په دوام؛ د هېواد چارواکو په دې وروستیو کې پرېکړه کړې؛ هغه راجستر شوي افغانان، چې د اسلامآباد او راولپنډۍ د ښارونو لپاره د استوګنې جواز لري بېرته وباسي.
ډان ورځپاڼې د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ دا پلان تېره اوونۍ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پر مشرۍ په یو لړ غونډو کې وروستی شو.
د ځای پر ځای کولو د پلان د لومړي پړاو له مخې؛ هغه افغان وګړي، چې د افغانستان د تابعیت کارتونه (ACCs) لري، “سمدلاسه” له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه وشړل شي او بیا به د غیرقانوني مهاجرو سره یوځای افغانستان ته ستانه شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، د ICC سند افغانانو ته په پاکستان کې د پاتې کیدو پرمهال لنډمهاله قانوني حیثیت ورکوي. په هرصورت، فدرالي حکومت پریکړه کوي چې دا کارتونه څومره وخت اعتبار لري.
خو، هغه افغانان چې د استوګنې ثبوت (PoR) کارتونه لري، چې دوی ته اجازه ورکوي چې په قانوني توګه په پاکستان کې هرچیرې ژوند وکړي، د دې سکیم په دوهم پړاو کې به بیرته راستانه شي.
ډان ورځپاڼې اټکل کړی، چې اوسمهال په پاکستان کې ۱.۳ میلیون افغان کډوال د POR کارتونه لري او ۷۰۰ زره نور د ACC کارت لرونکي دي؛ خو دا څرګنده نده، چې څومره یې په اسلامآباد او راولپنډۍ کې مېشت دي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ګدې عالي شورا مشر بریالی میاخېل وایي: “مونږ د UNHCR له چارواکو سره په یوه وروستۍ غونډه کې د افغان کډوالو ستونزې راپورته کړې. “د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ کارکوونکو مونږ ته ډاډ راکړ، چې دوی به خپلې غوښتنې او اندېښنې له مونږ سره شریکې کړي او د دې وضعیت د بدلولو لپاره به کار وکړي.”
په اسلامآباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د ځورونې، توقیف او افغانستان ته د بېرته ستنېدو بهیر ګړندی شوې او هغه افغانان، چې په درېیم هېواد کې د بیا مېشتېدنې پر تمه دي؛ هم به له اسلامآباد او راولپنډۍ څخه وشړل شي او د مارچ تر یودېرشمې پورې به افغانستان ته ستانه شي.
دا مهال، د ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو پورې افغان وګړي په پاکستان کې د پناه غوښتنې او درېیم هېواد ته د کډه کیدو پر تمه دي.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه5 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
تحول5 days agoتحول : د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو لیدنې
