روغتيا
ملګرو ملتونو د افغانستان ۲۶۰۰۰ روغتیایي کارمندانو ته معاشونه ورکړي

(Last Updated On: )
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د جمعې پر ورځ په ډاګه کړې، چې دې ټولنې د افغانستان د پخواني حکومت له ړنګېدو راپدیخوا د لږ تر لږه ۲۶ زره روغتیايي کارکوونکیو معاشونه ورکړي دي.
یادې ټولنې زیاته کړې، چې په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو تر پوښښ ۳۰۰۰ روغتیايي مرکزونه دي، چې همدا شمېر روغتیايي کارکوونکي لري.
د یو ان ډي پي د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د دوی د ماموریت د اړین پړاو موخه داده، چې د دې هېواد نرینه او ښځینه لوړو روغتیایي څارنو ته لاسری ولري.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې د تېر کال له اګست میاشتې راپدیخوا یې پر کرونا ویروس له ۱۲۰۰۰ اخته کسانو سره یې مرسته کړې دي.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې د افغانستان د روغتیایي سکټور پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه او د دې سکټور د مالي تمویل غوښتونکي شوي وه.