Connect with us

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د دوحې د ناستې پیل ګټور وباله

په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د امريکا، اروپايي ټولنې، روسيې، پاکستان، ايران، سعودي عربستان، هند او نورو هېوادونو په ګډون د ۲۵ هېوادونو استازو او همدارنګه د يو شمېر نړيوالو ټولنونو استازو ګډون کړی دی.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې رزماري ډیکارلو د دوحې د درېیمې غونډې پیل ګټور وباله او وايي، چې دوی د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره اصولي ښکېلتیا غواړي.

رزماري ډیکارلو په ایکس پاڼه کې د لیدونو انځورونو له خپرولو سره ‎‎ لیکلي، چې دوی په ډېرو برخو کې له افغانانو سره د مرستې لپاره د اصولي ښکېلتیا په لټه کې دي او غواړي، چې په دې برخه کې باید تعامل اووسي.

هغې ریاته کړې: د افغانستان په اړه د هېوادونو د ځانګړیو استازو د درېیمې ناستې پیل ګټور و. دا لومړی ځل دی، چې د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ دا ډول ناسته ترسره کیږي. په ډېرو برخو کې له افغانانو سره د مرستې لپاره د اصولي تعامل په لټه کې یوو.

دغه راز د قطر بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه ناسته د افغان ولس پر وړاندې د شته ننګونو د له منځه وړلو لپاره د ګډو هڅو په اړه د بحث لپاره یو فرصت و او په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره له سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي؛ محمد بن عبدالعزیز د دوحې په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون د افغان ولس د اوسنیو ننګونو د اواري لپاره د ګډو هڅو د بحث لپاره یو فرصت وباله.

 د قطر د بهرنیو چارو وزیر په پرانیستونکې وینا کې ویلي، چې د افغانستان په اړه د ګډې تګلارې د پراختیا لپاره په ګډو پلانونو کې له پرمختګ څخه خوښ دی او په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره له سیمه‌ییزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

دغه راز په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، نړۍ باید د فشار سیاست پریږدي؛ ځکه، چې کومه پایله یې نده لرلې او اسلامي امارت له نړۍ سره مثبتو اړیکو او تعامل ته چمتو دی.

په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د امريکا، اروپايي ټولنې، روسيې، پاکستان، ايران، سعودي عربستان، هند او نورو هېوادونو په ګډون د ۲۵ هېوادونو استازو او همدارنګه د يو شمېر نړيوالو ټولنونو استازو ګډون کړی دی.

اړوند خبرونه:

د پالیسیو په اړه اختلاف طبیعي دی او لګېدلي بندیزونه باید لرې شي – ذبیح الله مجاهد

 

په دوحه کې د افغانستان په اړه درېیمه ناسته پیل شوه

تازه خبرونه

 په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نل‌لیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.

په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!