تازه خبرونه

ملګرو ملتونو امنیت شورا د تورونو د لګولو منظم پروګرام پیل کړی – اسلامي امارت

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو دامنیت شورا د وروستي راپور په غبرګون کې څرګنده کړې، چې امنیت شورا د ملګرو ملتونو له ادرسه د تورونو منظم پروګرام پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې تور لګولی، چې په افغانستان کې د القاعده مرکزونه شته او دغه راز د داعش ځینې ډلې فعاله دي.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په پکتیا کې یوې ناستې ته د خبرو پر مهال د افغانستان په تړاو د امنیت شورا وروستی راپور بې بنسټه او مغرضانه بللی او څرګندوي، چې هیڅوک دې پر افغانستان بې بنسټه تورونه نه پورې کوي.

د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

دغه راز د افغانستان اسلامي امارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت دغه دروغجن تورونه پر کلکه ردوي.

د ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې راغلي: له بده‌مرغه د ملګرو ملتونو له ادرسه پر اسلامي امارت د تورنولو یو منظم پروګرام پیل شوی.

نوموړی د ملګرو ملتونو له ادرسه دا کار  ناوړه ګټه اخیستنه بولي او وایي، چې له بده مرغه د دې ټولنې غړي هېوادونه هم اجازه ورکوي، چې خپل تبلیغات روان وساتي.

هغه څرګنده کړه: مونږ پوهیږو، چې د امنیت شورا یو شمېر غړي هېوادونه په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوي؛ دوی یوازې خپله کرکه څرګندوي او دا ډول افواهات خپروي، خو هغه غړي هېوادونه، چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري باید پرې نه‌ږدي، چې د دې بنسټ شهرت زیانمن او د هغو پرېکړې د څو هېوادونو د سیاسي اهدافو قرباني شي.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې: په افغانستان کې له القاعدې سره هیڅوک تړاو نه‌لري او نه هم اسلامي امارت چاته اجازه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم لوري پر ضد وکاروي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ له بده مرغه د امنیت شورا راپورونه له هغو سرچینو اخیستل کیږي، چې شل کاله د خپلو ګټو لپاره د اشغال ترڅنګ ولاړ ول او د افغانستان له آزادۍ، آبادۍ او امنیت سره حساسیت لري.

هيله کېږي، چې د ملګروملتونو امنیت شورا د داسې راپورونو د خپراوي اجازه ورنه‌کړي، چې د سياسي او اقتصادي منفعت‌طلبو د اهدافو ښکار شي او په افغانستان کې خپل حيثيت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څېړلو او څارنې ډلې ویلي؛ د اسلامي امارت او القاعده ترمنځ اړیکې اوس هم نږدې دي او دغې شبکې په افغانستان کې اته نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو د شننې او څارنې ډلې د چارشنبې پر ورځ (د سلواغې یوولسمه) په خپل نوي راپور کې څرګنده کړې، چې د القاعدې څلور کمپونه په پروان، غزني، لغمان او روزګان ولايتونو کې دي او دې شبکې په پنجشېر کې د وسلو يوه زېرمه هم جوړه کړې ده.

​دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې د شل کاله مخکې د بحران اصلي لامل د همدې بې اساسه معلوماتو پر بنسټ قضاوت و.

Trending

Exit mobile version