تازه خبرونه
ملګرو ملتونو امنیت شورا د تورونو د لګولو منظم پروګرام پیل کړی – اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو دامنیت شورا د وروستي راپور په غبرګون کې څرګنده کړې، چې امنیت شورا د ملګرو ملتونو له ادرسه د تورونو منظم پروګرام پیل کړی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې تور لګولی، چې په افغانستان کې د القاعده مرکزونه شته او دغه راز د داعش ځینې ډلې فعاله دي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په پکتیا کې یوې ناستې ته د خبرو پر مهال د افغانستان په تړاو د امنیت شورا وروستی راپور بې بنسټه او مغرضانه بللی او څرګندوي، چې هیڅوک دې پر افغانستان بې بنسټه تورونه نه پورې کوي.
د رییسالوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.
دغه راز د افغانستان اسلامي امارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت دغه دروغجن تورونه پر کلکه ردوي.
د ذبیح الله مجاهد په خبرپاڼه کې راغلي: له بدهمرغه د ملګرو ملتونو له ادرسه پر اسلامي امارت د تورنولو یو منظم پروګرام پیل شوی.
نوموړی د ملګرو ملتونو له ادرسه دا کار ناوړه ګټه اخیستنه بولي او وایي، چې له بده مرغه د دې ټولنې غړي هېوادونه هم اجازه ورکوي، چې خپل تبلیغات روان وساتي.
هغه څرګنده کړه: مونږ پوهیږو، چې د امنیت شورا یو شمېر غړي هېوادونه په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوي؛ دوی یوازې خپله کرکه څرګندوي او دا ډول افواهات خپروي، خو هغه غړي هېوادونه، چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري باید پرې نهږدي، چې د دې بنسټ شهرت زیانمن او د هغو پرېکړې د څو هېوادونو د سیاسي اهدافو قرباني شي.
ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې: په افغانستان کې له القاعدې سره هیڅوک تړاو نهلري او نه هم اسلامي امارت چاته اجازه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم لوري پر ضد وکاروي.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ له بده مرغه د امنیت شورا راپورونه له هغو سرچینو اخیستل کیږي، چې شل کاله د خپلو ګټو لپاره د اشغال ترڅنګ ولاړ ول او د افغانستان له آزادۍ، آبادۍ او امنیت سره حساسیت لري.
هيله کېږي، چې د ملګروملتونو امنیت شورا د داسې راپورونو د خپراوي اجازه ورنهکړي، چې د سياسي او اقتصادي منفعتطلبو د اهدافو ښکار شي او په افغانستان کې خپل حيثيت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.
دغه راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څېړلو او څارنې ډلې ویلي؛ د اسلامي امارت او القاعده ترمنځ اړیکې اوس هم نږدې دي او دغې شبکې په افغانستان کې اته نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو د شننې او څارنې ډلې د چارشنبې پر ورځ (د سلواغې یوولسمه) په خپل نوي راپور کې څرګنده کړې، چې د القاعدې څلور کمپونه په پروان، غزني، لغمان او روزګان ولايتونو کې دي او دې شبکې په پنجشېر کې د وسلو يوه زېرمه هم جوړه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې د شل کاله مخکې د بحران اصلي لامل د همدې بې اساسه معلوماتو پر بنسټ قضاوت و.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
تازه خبرونه
په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اورلګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.
عبدالمتین قانع وایي: د اورلګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.
ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اورلګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.
-
تازه خبرونه4 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
تازه خبرونه5 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
روغتيا4 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونې له پرانیستې سره سم د اقتصادي همکاریو نوی پړاو پیل شو
-
تازه خبرونه1 day agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
