تازه خبرونه
ملګرو ملتونو افغانستان ته د ۴.۴ میلیارډ ډالرو مرستې غوښتنه وکړه

ملګري ملتونه غواړي، چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره څلور اعشاریه څلور میلیارډ ډالره مرسته راټوله کړي.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ويلي، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مرستیال مارټین کریفیټس ویلي؛ نن مونږ له بسپنه ورکوونکیو هېوادونو غواړو، چې له بشري ناورین سره مخ خلکو ته د مرستې تر ټولو لویه بشري غوښتنه ومني. مونږ د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ۴.۴ میلیارډ ډالرو غوښتنه کړې ده.
مارټین کریفیټس په هرو ۱۰ کې شپږ افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د افغانستان د اقتصاد د رغولو او د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره مرستې ته اړتیا ده.
هغه له سرپرست حکومت سره د سیاسي تعامل غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان انزوا به د خلکو د ډېر کړاو لامل شي.
نوموړی وایي: مونږ غواړو، چې بندیزونه لرې شي. زه هیله لرم، چې د نړۍ ژمنې مشروطې نه وي. مونږ له سرپرست حکومت سره خبرې کوو. مونږ هیله من یوو، چې بدلون وګورو. مونږ به د ښوونې او روزنې په برخو کې له هر چا ملاتړ وکړو.
نوموړي دغه راز پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره سياسي تعامل وکړي او ويې ويل، چې د افغانستان انزوا به د افغانانو روان کړاو نور هم ډېر کړي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر له افغان لنډمهاله حکومت څخه غوښتي، چې د نورو زیاتو نړیوالو مرستو د برابرولو لپاره پخپلو ژمنو عمل وکړي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ریکلف بیوټین څرګنده کړې: راځئ نړۍ ته بلنه ورکړو، چې له مونږ سره یوځای شي او په ورته وخت کې باید دا هم هیر نکړو، چې چارسمبالی حکومت باید خپل مسوولیتونه تر سره کړي؛ د خپلو خلکو ساتنه وکړي او له بشري ټولنو سره مرسته وکړي، چې د یو سالم او اغېزمن میکانیزم له لارې خپلې دندې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې بریټانیا له دې مخکې هم له افغانستان سره د ۳۷۴ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.