Connect with us

تازه خبرونه

ملي سوداګر د افغانستان بانک د کنګل شویو پیسو غوښتونکي شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: وږی ۲۳, ۱۴۰۰)

د افغانستان خصوصي سکتورغړيو له نړیوالې  ټولنې او امریکا وغوښتل، چې د افغانستان بانک ګنګل شوې پیسې بیر ته وروسپاري.

سوداګرۍ او پانګونې خونې ته د هېواد د خصوصي سکتور د ټولو خونو غړي د دي لپاره راغلي، چې د هغو ستونزو په اړهه  خپلي انېښنې نړیوالې ټولني ته ورسوي، چې دوی ور سره مخ دي.

دوۍ له امریکا او نړیوالې ټولنژ غوښتنه کړې، چې د افغانستان بانک هغه پیسې بېرته وروسپاري، چې د اسلامي امارت له را تګ سره امریکا کنګل کړي دي.

د خصوصي سکتور غړي وايي د دې پیسو له آزادېدو پرته افغانستان د یوه لګښتي هېواد په توګه نشي کولي، چې پر هېوادنی مارکیټ برلاسي ټینګه کړي.

دوی دا هم ویلي، چې پر  څه  باندې  نهه میلیارډ ډالرو کې نږدې درې میلیارډ ډالر د خصوصي سکتور اړوند پیسې دي.

دوی زیاتوي، چې که دا پیسې  بېر ته آزادې نشي؛ نو په افغانستان کې به اقتصادي او بشري ناورین رامنځته شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند ویلي؛ مونږ له امریکا او نړیوالي ټولينې غواړو، چې باید هغه نهه نیم میلیارډ ډالر بیر ته راوسپاري؛ ځکه، چې د خصوصي سکتور ډېرې پیسې په کې بندې دي. دوی، چې هره ستونزه لري؛ له حکومت سره يي باید حل کړي او د ملت مال دې نه بندوي. 

د افغانستان د خصوصي  سکتور د خونو فډراسیون مرستیال بیا وايي؛ له هغې ورځي، چې دا پیسې بندې شوي، د افغانستان بانکونه  نه یو سنټ ډالر ایستلی او نه لېږدولی شي. دوی د امریکا له حکومته غوښتنه کوي، چې د افغانستان د ملت دا پیسې آزادې کړې او افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ نکړي.

د خصوصي سکتور د خونو فډراسیون مرستیال خانجان الکوزی وایي: دا پیسې، چې بندې شوي دا یوازي  د افغانستان د حکومت نه، بلکي په دې پیسو کې پیسو کې د افغانستان د ۳۵ میلیون وګړیو حق دی؛ له امریکا او نړیوالي ټولني هیله من یوو، چې دا پیسې بېرته افغانانو ته وسپاري.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسوولین هم وايي، چې د امریکا لخوا د افغانستان بانک د پیسو د بندیدو له کبله خصوصي سکتور په سیمه ییزه او نړیواله کچه د بانکي لېږد له ستونزو سره مخ دی.

د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمین زاده څرګنده کړې؛ مونږ د تولید لپآره اومه تو کې له بهرنیو هېوادونو رالېږدوي. له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده، چې باید د خصوصي سکتور بانکي ستونزې د سیمي له هېوادونو سره خلاصي کړي؛ ځکه له سختو ستونزو سره مخ یوو.

د افغانستان د خصوصي بانکونو او د صرافانو د  سرتاسري ټولنې غړي هم وايي،  چې د امریکا لخوا د پیسو بندیدو د هېواد اقتصادي ماشین له ستونزو سره مخ کړی.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې غړی خان محمد سرفراز وایي: له نړیوالي ټولڼې غواړو، چې دا ستونزه نوره باید حل شي؛ ځکه دا پیسې د کوم حکومت ندي، چې دوۍ بندې کړي. دا د ملت پیسې باید بېرته د افغانستان بانک ته وسپارل شي.

د اقتصادي چارو کارپوهانو ویلي؛ که د نړیوالي ټولنې لخوا د افغانستان بانک دا نهه نیم میلیارډ ډالر آزاد نشي، نو ښايي افغانستان له یوه انساني ناورین سره مخ شي.   

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو ۶ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې پر ورځ (د وري نهمه) په یوه خبري ناسته کې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د وروستیو شپږ میاشتو هڅې او پرمختګونه رسنیو ته وړاندې کړل.

د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۲ کال په تېرو شپږ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي، چې ۷ زره ۲۳۳ یې کشف او ۱۵ سوه ۲۵ نورې تر څېړنې لاندې دي.

قانع زیاته کړې؛ ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو پر تړاو نیول شوي دي.

نوموړی وایي؛ په دې موده کې ۲۱ انسان تښتوونکي وژل شوي، ۱۸ کسان یې له منګولو ازاد شوي او ۱۷۲ د انسان تښتونې پر تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د پاسپورټونو د وېش په اړه څرګنده کړې، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ۸۳۷ زره پاسپورټونه خلکو ته وېشل شوي او په کابل کې به د وېش درې نورې نوې ادارې جوړې شي.

قانع ویلي: د پاسپورټ رياست له‌خوا هره ورځ لس زره پاسپورتونه هېوادوالو ته وېشل کېږي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق هم صفر ته رسېدلي او په هېواد کې د نشه‌یي توکو د تولید اته ماشینونه او د نشه‌یي توکو د تولید ۳۷۷ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي. دوی د پولیسو د مسلکي کیدو، له فساد سره د مبارزې او د وسلو په راټولولو کې هم لاسته راوړنې لري.

هغه دا هم ويلي، چې په دې موده کې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې کومه امنيتي پېښه نده رامنځته شوې او نه هم کوم امنيتي ضد فعاليتونه ترسره شوي دي.

د قانع د څرګندونو له مخې، امنیتي کچه د تېرو څو لسیزو پر پرتله بې سارې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس له وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه خوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!