تازه خبرونه
ملي اردو په تېرو ۶ میاشتو کې له ۴۰۰۰ ډېر ماینونه کشف او شنډ کړي- دفاع وزارت

هېواد ملي دفاع وزارت ویلي؛ د طالبانو د روان ۱۳۹۹ لمریز لیږدیز کال په شپږ میاشتو کې ۴۷۷۶ ماینونه د خلکو د استوګنو سیمو ته نږدې او د هېواد د یو شمېر ولایتونو د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای کړي وه، چې د هېواد ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو کشف او شنډ کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت څرګنده کړې، چې طالبانو د لویو لارو په اوږدو کې له چاودیدونکیو توکو څخه په ګټه پورته کولو تل زمونږ هېوادوالو ته زیان رسولی؛ خو ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو کشف او شنډ کړي دي.
دفاع وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې طالبانو د چاودیدونکیو توکو او ماینونو پر چاودنو نه یوازې ملکي وګړي زیانمن کړي، بلکې په یو شمېر ولایتونو کې یې عمومي لارې، څلور لارې او د هېواد بېخبناوې هم ویجاړې کړي دي.
دفاع وزارت وایي، چې د ۱۳۹۹ کال په شپږ میاشتو کې د ۴۷۷۶ ماینونو پر کشف او شنډولو سره سربېره د سلګونه کیلو متره لارو, پلونو او پلچکونو د زیان او ویجاړۍ مخه هم نیول شوې ده.
ویل کیږي، چې د قطر په دوحه کې د حکومت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د خپلمنځي خبرو له پیلیدو سره سم د ښکېلو خواوو لخوا عامو خلکو ته د زیان رسولو او تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.