Connect with us

تازه خبرونه

ملا برادر په پاکستان کې له ټپي طالبانو سره وکتل – رسنۍ

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۳, ۱۳۹۹)

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې یوه ویډیو ښيي، چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر خپلو پلویانو ته ډاډ ورکوي، چې په قطر کې ټولې خبرې د دیني عالمانو او د طالب مشرانو په مشوره ترسره کیږي.

یو شمېر رسنیو څرګنده کړې، چې ملا عبدالغني برادر د پاکستان په یوه روغتون کې د افغانستان د جګړې له ټپي شويو طالبانو سره ولیدل.

د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي: په هغو خبرو کې، چې مونږ تر سره کوو؛ زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې هڅې او ګاللی زیار به مو ضایع نشي او معامله پرې شونې نده.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل پخپل ټویټر یوه ویډیو خپره کړې، چې ښیي؛ ملا برادر په دایکندي ولایت کې د طالبانو د کمیسیون له مشر تور زین الله سره ولیدل؛ خو د ځای ځایګي په اړه یې څه ندي ویل شوي.

د طالبانو د رژیم  پخواني څارنوال جلال الدین شینواري ویلي: د طالبانو پلاوی باید له خپلو مشرانو او پوځي شخصیتونو سره سلا مشورو وکړي او د مشورې په پای کې یوې داسې پایلې ته ورسیږي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو دوه یم پړاو د همدغو پایلو او مشورو پر بنسټ پیل شي.

پاکستان ته د طالبانو  له سفر او لیدنو تمه دا ده، چې د تاوتریخوالي کمولو شي.

د افغانستان د خلکو د ملي وحدت ګوند مرستیال ظاهر وحدت ویلي: طالبان هم هغو کسانو ته، چې ورسره  اړیکې لري؛ خپلې غوښتنې او پوښتنې وړاندې کوي او کېدی شي ممکن ډېر مذاکرات او مشورې ولري.

د جمهوریت پلاوی، چې دا مهال په کابل کې دی د دوه یم پړاو خبرو په اړه د حکومت د دریځ روښانه کولو په تمه دی.

د خپلمنځي خبرو حکومتي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح ویلي: ټاکل شوې په راروانو ورځو کې مونږ له مدني ټولنې، سیاسي ګوندونو، په ځانګړي توګه د افغانستان پارلمان او نورو اغېزمنو افغان شخصیتونو سره، چې ورته اړتیا ده؛ سلا مشورې ولرو.

د جمهوریت پلاوي په کابل کې اووه ورځې پر سلا مشورو تېرې کړې؛ د سولې په بهیر کې د سیاسي اجماع نشتوالي او د خبرو دوه یم پړاو خبرو د اجنډا لپاره د ولسمشرۍ د دریځ نشتون د خبرو د ډلې  ترټولو لویه ننګونه ده.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!