تازه خبرونه
ملابرادر او مل پلاوي یې له چابهار بندره لیدنه وکړه

د ریاست الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر ایران ته په خپل سفر کې د پنجشنبې پر ورځ ( د لړم ۱۸) له چابهار بندره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې ملا برادر د چابهار بندر له چارواکو سره وکتل او د دغه بندر له لارې یې د افغانستان د صادراتو او وارداتو پر زیاتولو ټینګار څرګند کړ.
اقتصادي مرستیال په دې لیدنه کې له ایراني لوري وغوښتل؛ د چابهار بندر ته د افغانستان د لاسرسي په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي، چې وکولی شي خپل صادرات د نړۍ بازارونو ته ورسوي.
دغه راز ایراني لوري ملا برادر ته په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او له دغه بندر څخه د افغانستان د سوداګرۍ د زیاتولو په اړه ډاډ څرګند کړ او زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلې به پرې ګډه کار وکړي.
له چابهار بندر سره د نښلولو په صورت کې به افغانستان پر هند او چین سربیره د اروپا او منځني ختیځ بازارونو ته هم لاسرسی ومومي او په دې توګه به له نړۍ سره د افغانستان اړیکې نورې هم پیاوړې او نږدې شي.
دغه بندر د منځنۍ اسیا هېوادونو او په تېره بیا افغانستان ته، چې په وچه کې راګیر هېواد دی ځانګړی اقتصادي ارزښت لري. د افغانستان لپاره چابهار بندر د بندر عباس پر پرتله لسګونه کیلومتره لنډ او د کراچۍ له بندر څخه سلګونه کیلومتره لنډ دی، چې د پام وړ لګښت او صادرات کموي.
چابهار بندر په ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت کې جوړ شوی، چې له لارې یې افغانستان کوای شي په کم وخت او لږ لګښت نوي سوداګریز او ترانزیتي شریکان ومومي او له نړیوالو سوداګریزو بازارونو سره ونښلیږي.
اقتصادي مرستیال ملا برادر چابهار بندر ته په خپل سفر کې د بلوچستان له والي حسین مدثر خیاباني، په افغانستان کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قومي او د ایران د ازادو سوداګریزو چارو له مسوول حجت الله عبدالمالکي سره ځانګړې کتنه وکړه. د چابهار بندر د زونونو مسوول قاسم عسکري او له یو شمېر نورو ایراني چارواکو سره یې هم وکتل.
په دې کتنه کې ملا برادر له ایراني لوري وغوښتل، چې په چابهار په بندر کې د اوږدمهال لپاره افغانستان ته پر مناسبه بیه ځمکه ځانګړې کړي، چې له دغه بندر څخه د افغانستان د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي. افغانستان به د چابهار بندر له لارې د افغانستان د ترانزیت کچه لوړه کړي.
ایراني لوري د اقتصاد وزارت مرستیال ته ویلي، چې افغانستان کولی شي سر له سبا څخه د چابهار بندر د صادراتو، وارداتو او ترانزیت لپاره وکاروي.
د ایراني چارواکو په وینا؛ ایران په دې برخه کې پوره چمتووالی لري.
د دغې ناستې په پای کې چابهار بندر ته د افغانستان د بشپړ لاسرسي او په دې برخه کې له ایراني لوري سره د هر ډول اسانتیاوو د رامنځته کولو او همکارۍ هوکړه وشوه.