Connect with us

تازه خبرونه

مشرانو جرګې د پارلماني ټاکنو د نیټې د نه معلومولو له امله پر حکومت نیوکه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 

مشرانو جرګې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د نیټې د نه معلومولو له امله د ملي یووالي پر حکومت نیوکه وکړه.

مشرانو جرګه وایي، د پارلماني ټاکنو د نیټې د معلومولو لپاره حکومت باید استخاره وکړي.

د مشرانو جرګې غړي د دې ټاکنو د نیټې په معلومولو کې د حکومت پر ځنډ نیوکه کوي او وایي؛ حکومت د دې توان نه لري چې د پارلماني ټاکنونیټه مشخصه کړي.

مشرانو جرګې دغه راز د ولسي جرګې په وړاندې خپله پریکړه بېرته واخیسته.

مشرانو جرګې ویلي و چې د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته د ولسي جرګې کاري موده د قانون له مخې پای ته رسیږي، نو هر قانون چې له دې بنسټ ورته د تایید لپاره راځي د دوی له اجنډا وځي.

د مشرانو جرګې غړي وایي، حکومت یواځې ژمنې کوي خو عمل پري نه کیږي.

د مشرانو جرګې غړی فیصل سیمع:        

په تاسف سره چې اوونۍ تیرې شوې که حکومت د افغانستان په جنتري کې د ټاکنو ورځ نه شي پيدا کولای نو استخاره دې وکړي تر څو ټاکني وکړي او خلک له ستونزو خلاص شي.

         دمشرانو جرګې غړی افضل شامل:

د ټاکنو نیټه په دوه درې اوونیو کې معلومه نه شوه، ولسمشر لاپې وهلې او د پارلمان او خلکو برخلیک به څرنګه شي.

د ملي یووالي په حکومت بله نیوکه له دې کبله ده چې د ټاکنیز نظام د اصلاح د کمیسیون د غړو او رییس د ګمارلو په هکله هوکړې ته نه رسیږي.

د مشرانو جرګې غړی قیس وکیلي:              

درې اوونۍ تیرې شوې، دوی د یوه نفر پر سر جوړ نه راځي. په افغانستان کې یو نفر نشي پیدا کولای؛ یو بی طرف شخص دې وګماري افغانستان د بحران خواته ځي دوی ۱۳ کلنې لاسته راونې هم تر پوښتنې لاندې راولي.

صالحه مهرزاد دمشرانوجرګې غړې:

تر هغو به ټاکنې ونه شي چې بنیادي اصلاحات رانشي. زه د ملي یوالي حکومت اووه رهبرانو ته وایم کله چې دوه اشپزان وي دیګ یا تروش راځي یا بې مالګې، باید چې سره یوشي.

د ولسي جرګې په وړاندې د خپلې پریکړې بېرته اخیستل د مشرانو جرګې د عمومي غونډې بله مهمه برخه ده.

vlcsnap-2015-06-30-15h55m03s252

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار:    

باید د تاکنو نیټه مشخصه شي او باید د خپلې هغې پریکړې په اړه هم تصمیم ونیسو چې د ټاکنو د نیټې د مشخص کېدو لپاره تر یوې میاشتې خپل کار ته دوام ورکوي.

د قانون له مخې د ولسي جرګې کاري موده د همدې میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته پای ته ورسېده؛ خو دا چې ټاکنې نه دي شوي ولسمشرۍ ماڼۍ د وکیلانو کاري موده د ټاکنو تر تر سره کېدو وغځوله.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Advertisement

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو ۶ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پنجشنبې پر ورځ (د وري نهمه) په یوه خبري ناسته کې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د وروستیو شپږ میاشتو هڅې او پرمختګونه رسنیو ته وړاندې کړل.

د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ د ۱۴۰۲ کال په تېرو شپږ میاشتو کې ۸ زره ۷۴۷ جنايي پېښې ثبت شوي، چې ۷ زره ۲۳۳ یې کشف او ۱۵ سوه ۲۵ نورې تر څېړنې لاندې دي.

قانع زیاته کړې؛ ۱۲ زره ۵۴۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو پر تړاو نیول شوي دي.

نوموړی وایي؛ په دې موده کې ۲۱ انسان تښتوونکي وژل شوي، ۱۸ کسان یې له منګولو ازاد شوي او ۱۷۲ د انسان تښتونې پر تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د پاسپورټونو د وېش په اړه څرګنده کړې، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ۸۳۷ زره پاسپورټونه خلکو ته وېشل شوي او په کابل کې به د وېش درې نورې نوې ادارې جوړې شي.

قانع ویلي: د پاسپورټ رياست له‌خوا هره ورځ لس زره پاسپورتونه هېوادوالو ته وېشل کېږي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د نشه‌یي توکو کښت، تولید او قاچاق هم صفر ته رسېدلي او په هېواد کې د نشه‌یي توکو د تولید اته ماشینونه او د نشه‌یي توکو د تولید ۳۷۷ کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي. دوی د پولیسو د مسلکي کیدو، له فساد سره د مبارزې او د وسلو په راټولولو کې هم لاسته راوړنې لري.

هغه دا هم ويلي، چې په دې موده کې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې کومه امنيتي پېښه نده رامنځته شوې او نه هم کوم امنيتي ضد فعاليتونه ترسره شوي دي.

د قانع د څرګندونو له مخې، امنیتي کچه د تېرو څو لسیزو پر پرتله بې سارې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس له وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه خوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!